د افغان کرکيټ لوبډلي کپتان ګلب الدين نايب ويلي، چي دپاکستان پر وړاندي دافغان لوبډلي بريا به دغه لوبډلي ته په نړيوالو سياليو کي نور مورال ورکړي.
ګلب الدين نائب ټولو افغانانو ته د پاکستان پر وړاندي د کرکيټ سيالۍ ګټلو مبارکي ورکړه او وئې ويل، چي ددغه لوبي ګټل به افغان لوبډلي ته په نړيوالو سيالو کي نور باور او اغېز ورکړي.
Congratulations to @ACBofficials cricket team and the people of Afghanistan for a brilliant win against the strong team of @TheRealPCB Pakistan.
I hope this win boost our confidence and build a path for future achievements.
Well done boys 👍🏻 pic.twitter.com/noKi65gAG0— Gulbadin Naib (@GbNaib) May 24, 2019
افغان کرکټ لوبډلې تېر شپه په انګلنډ کي نړیوال جام ته د چمتوالي په هدف تمریني لوبه خپلي سیالي لوبډلې پاکستان ته د دريو ویکټو په توپیر ماتي ورکړه.
د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سالیو ته د چمتووالي په هدف یاده تمریناتي لوبه کي د پاکستان لوبډلې لومړی بیټنګ پیل کړ چي په ۴۸ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ۲۶۲ منډې هدف وټاکه.
وروسته افغان لوبډلي بیټنګ پیل کړ چي په پنځوسم اور کي ئې د یاد هدف په پوره کولو سره د ۳ ویکټو په توپیر له پاکستان څخه یاده لوبه وګټله.