ليکنه: حکمت پټان
اته کاله وروسته نوی پارلمان وټاکل سو، تېر پارلمان تر خپلي کاري مودې درې کاله اضافه وخت واخیست؛ کله چي د افغانستان نوم اخیستل کيږي؛ نو ژر د سړي ذهن ته د يو داسي هېواد تصویر راځي، چي د ستونزو،جنجالونو،تعصباتو او جنګونو يو هېواد تېر څلويښت کلن جنګ د افغانستان د ټولني انځور داسي رسم کړ، چي نن افغانان څه چي بهرنيان هم ورته انديښمن دي. د نوي ادارې يا د افغانستان د پخواني جمهور رئيس حامد کرزي په راتګ سره دلته نوی فصل پیل سو، زيات مشکلات وه؛ خو پر ټولو ستونزو باوجود د وخت جمهور رئیس نوی فصل روان وساتئ او تر څوارلسو کلونو پوري يي ورساوه او وروسته يې نوي جمهور رئيس ته وسپارئ.
حال داچي پر څوارلس کلنه دوره يي تر اوسه پوري زیات انتقادات او نیوکي کېږي، چي زیات انتقاد يي پر فساد،زورواکۍ او بي کفایتۍ دی، سوال دا دی، چي دلته فساد،زور او بي کفایتۍ ته چا زمینه سازي کوله؟ بهرنیانو، جهادي او سیاسي ګوندونو، زورواکو او که ولسمشر؟ جوابونه متفاوت دي.
ما هم د ولس جواب داسي درک کړی وو، چي دلته فساد د دولتي ادارې کار دی او نه يي غوښتل چي فساد له منځه یوسي .ایا ریښيا ځواب همدا دی او که ولس فقط ځان ته خلاصون پیداکوي او ځان بي مسؤلیته بولي، زه هم په دې عقیده وم، چي رښتیا کیسه همداسي ده؛ خو د نوي پارلمان ټاکل کېدل او وروسته د دوو وکیلانو تر منځ د ریاست د چوکۍ لپاره انتخاباتي سیالۍ مي ذهن را بدل کړ. زه پر تېره اداره نه ږغیږم وخت او فکر ته اړتیا لري، يوازي د تېرو ولسي جرګې ټاکنو پر موضوع خپل تحلیل څرګندوم. د تېري ولسي جرګې ټاکني په داسي حالت کي ترسره سول، چي ولس څه د دولت ځینو لوړ رتبه مامورینو هم نه منله، چي ټاکني به ترسره کېږي؛ دلیل دا وو چي دولت په ډېر ضعیفه وضیعت کي قرار لري او نسي کولی، چي ټاکني برګزاره کړي ځکه د سیاسي ګوندونو،ولس او دولت غوښتنو متفاوت شکل درلود.
د پارلمان وخت پوره وو او دولت نوی پارلمان غوښت ولس له زوړ پارلمان څخه د فساد له امله په شکایت وو او غوښتل يي چي ژر نوی پارلمان وټاکل سي او سیاسي ګوندونو ادعا درلوده، چي د ولسي جرګې ټاکني شفافي نسي ترسره کیدلی، کله به يي د بایومیټریک او کله به يي هم د غیر بایومیټریک ټاکنو غوښتنه درلوده، په هر حال دولت د ټولو ستونزو باوجود ټاکني ترسره کړې او ولس خپله رایه استعمال کړه. ټاکني پیل سوې، چا چي په تېرو اتلس کلونو کي زیاتي پیسي ترلاسه کړي وي، هغوی هم ځانونه نوماندان کړل د سیاسي،جهادي او قومي رهبرانو زامنو هم ځانونه نوماندان کړل په فساد،زورواکۍ تورن اشخاص هم نوماندان سول؛ خو د دوی په منځ کي ځینو د ولس له منځه داسي اشخاص وو، چي نه يي پیسې لرلې او نه هم سیاسي او قومي رهبر پلار يوازي يي د خپل استعداد، لیاقت او وطن دوستۍ له مخي خپل ځانونه نوماندان اعلان کړل. د ټاکنو سیالي پیل سوه هغه ولس چي تېر اتلس کاله اداره يي په فساد، زور او قومي تعصباتو تورنول هماغه ولس د یو ځل لپاره بیا د يو پیسه دار،فاسد،جهادي او قومي رهبر تر شا ودریدئ او نوماند کس يي د بریالیتوب دریځ ته ورسوئ.
حال دا چي دا وار دا هیله نه کیدل، بلکي باور دا وو، د تېر اتلس کلن دولت د فساد،زورواکۍ او بي کفایتۍ څخه ولس نور په تنګ دی او دا وار به په پوهه سمبال او یو مدبر پارلمان ټاکل کېږي؛ خو برعکس عمل وسو.
پس له اوه میاشتو وروسته د ټول افغانستان د ټاکنو پایلي اعلان سوې بیا هم نوي څيرې اکثره پیسه دار او د جهادي او قومي رهبر مربوط کسان وو. دلته ځیني وکیلانو پخپله کمپایني سیالۍ کي له ۱۰۰ څخه تر ۳۰۰ ډالرو په قیمت يوه رایه رانیولي وه او ولس خپله رايه وپلورله او ځان يي خرڅ کړ او د خدای (ج) هغه ورکړل سوی حق چي ته پخپله خوښه خپل رهبر یا استازی یو هوښیار،مدبر او مستعد کس وټاکه له هغه حق يي ځان محروم کړ. نوی پارلمان معرفي او د ریاست د چوکۍ لپاره دوه نوماندان رامخي ته شوه یو کس يي ځیني وخت په تعصب تورن دی؛ خو مدبر او وړ کس بلل کېده او بل کس فقط د پیسو زور درلود او بس.
پیسه داره کس نسبت تر بل کس زیاتي رايي واخیستي په داسي کي چي دواړو نوماندانو پنځوس جمعه يو رایه پوره نکړه ؛خو د یو ځل لپاره بیا هم ولس پر خپلو اجتماعي رسنیو له هغه وکیلانو څخه چي خپله يي ټاکلي وه، شکایت وکړ او هغوی ته يي خائنین او مفسدین وبلل، ځکه ولي يي په يو پیسه داره کس خپله رایه وپلورله که څه هم هغه کس بريالی نسو. سوال دا دی، چي دغه اشخاص څنګه او ولي پارلمان ته راغلل؟ ولس يي باید ځواب ووايي!
دا هغه کسان دي، چي تا د پیسو، قوم او ژبي پر اساس وټاکل نه د هغه د وړتیا،پوهي او وطن دوستی پر اساس. دا اشخاص به اوس ټولي پریکړي، د ملت په کور کي د پیسو، قوم او ژبي پر اساس کوي، چي نتیجه يي مالومه سوه او د دې صلاحیت ورکونکی ته خپله يي. له دي وروسته به هغه وزیر بریالی کېږي، چي پیسه،قوم او… ولري او بریالی وزیر به له ټولو مخکي خپلو پیسو، قوم او … ته پام کوي له کومو موضوعاتو چي تا اتلس کاله شکایت کاوه.
اې ولسه تا له تېر اتلس کلونو څه زده کړل او څه پند دي ترې واخیست؟
دا خبره یاد لره چي هیڅوک پر تا باندي یو فاسد،زورواکۍ او فاسد شخص نسي مسلط کولی، تر څو چي ته یې پخپله پر ځان مسلط نکړي، په ولسواکي نظام کي ستا د رئیس جمهور ټاکل ستا صلاحیت دی. ستا د وکیل ټاکل ستا صلاحیت دی او ستا د وزیر ټاکل ستا صلاحیت دی او تا دا صلاحیت په کوم شکل ترسره کړ، تا چي د ملت کور ته څوک ټاکلي هغوی به سبا همداسي اشخاص ستا لپاره وزیر،والي او قومندان ستا لپاره ټاکي، تر څو پوري چي تا له قومي او ژبني ارزښت څخه لاس نه يي اخیستی بل څوک دا کار نه کوي.
خدای (ج) واضح په قران پاک کي درته فرمایلي «إِنَّ اللهَ لاَ یُغَیِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى یُغَیِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ»
هغه قوم چي خپل حالت پخپله تغییر نکړي، زه يي نه تغییروم. دا د الله (ج) امر دی، چي د تغییر لپاره ستا اراده مهمه ده، نه د بل چا. اوس دي خوښه خپله چي نور هم ادامه ورکوې او که خاتمه ورکوې. دا هم درته وایم، چي د تېر اتلس کلن دولت د فساد،زورواکۍ،قوم پرستۍ او زبان پرستۍ تر ټولو لوی لوبغاړی ته خپله يي هر فاسد ستا په زور فساد کړی،هر قوم پرست ستا په زور قوم پرستي کړي او هم داسي بل او بل… نو اول پر خپل ځان او هېواد ورحمیږه او تېر سه له دې حالته، نوی ژوند ځان ته غوره که، ځان او هیواد ته په درنه سترګه وګوره.
دلته پښتون، تاجک، ازبک، هزاره، سني، شیعه بل او بل نسته دلته یوازي افغان انسان اوسېږي ټول یو د بل سره مساوي دي. څوک کمتر او څوک بهتر نسته. راسه د تېرو ناخوالو پړه پر خپل ځان هم ور واچوو او ځان پکي شریک وبولو، اصلاحات هر وخت له تېر وختونو راغلي تا په تېرو کلونو کي زیاتي تېروتني کړي، ټول جبران که او د پند زده کړه ورڅخه وکړه، ته نور راتلونکی هم لرې ته په مخکي د ریاست جمهورۍ،ولایتي شوراګانو او والسوالیشوراګانو لپاره بیا ټاکني لرې، په ډېر مدبرانه او هوښیار شکل سره خپله پریکړه وکړه، چي په اینده کي بیا پښيمانه نسې.
ته د اوسني پارلمان د ټاکلو داسي پند واخله، چي پنځه کاله وروسته پارلمان داسي یو پارلمان وټاکي چي په سیمه کي یو نمونه پارلمان واوسي او د دې هیواد د ښیګڼي، ابادۍ او سوکالۍ لپاره خپل رښتینی مسؤلیت په جرئت او غیرت سره ادا کړه.