کور / راپور / امريکايي ځواکونو منلې چي په هلمند کي ئې په تېروتنه پر افغان سرتېرو هوايي بريد کړی دی

امريکايي ځواکونو منلې چي په هلمند کي ئې په تېروتنه پر افغان سرتېرو هوايي بريد کړی دی

د پنجشنبې په شپه د هلمند ولايت په نهر سراج ولسوالي کي امريکايي ځواکونو په تېروتنه د افغان سرتېرو يوه پوسته بمبار کړې ده چي ګڼ افغان سرتېرو ته ئې مرګژوبله واړول.

د امریکایي ځواکونو ویاند وویل دغه عملیات له هغه وروسته وسول چي افغان ځواکونو ترې د هوایي ملاتړ غوښتنه وکړه.

په افغانستان کي میشت د امریکایي ځواکونو یو ویاند ډیگ بټلر د اسوشیتد پرس خبري ادارې ته ویلي چي د دغو هوایي عملیاتو څخه ترمخه په سیمه کي افغان قواو په ساحه کي د افغان ځواکونو د نه شتون په هکله دوی ته ډاډ ورکړی و.

ښاغلي بټلر وویل: “خو له بده مرغه داسې نه وو او یوه غمیزه رامنځ ته سوه مو نږ ددغې پیښې د څیړلو په حال کي یو چي څنگه ناسم اطلاعات مونږ ته رارسیدلي دي تر څو په راتلونکي کي ددې ډول پیښو مخه ونیول سي.”

د رپوټونو له مخې په دې پیښه کي ١٧ افغان پولیس وژل سوي دي خو طالبانو دعوه کړې ده چي ۳۵ تنه افغان سرتېري د بهرنیو ځواکونو په بمبارۍ کي وژل سوي دي.

په افغانستان کي د جګړې پر مهال هره ورځ ګڼ شمېر هوايي بريدونه کېږي چي کله کله دا بريدونه په تېروتنه افغان سرتېري هم  په نشه کړي.