که څه هم داعش وسلوال د پاکستاني پوځ په مرسته د افغانستان په ليري سيمو کي فعاليت کوي، خو اوس تازه دغه ډلي د پاکستان لپاره هم د يوې څانګي د پرانستلو اعلان کړی دی.
د الاعماق په نوم د اسلامي دولت يا داعش ويبپاڼي تېره ورځ اعلان وکړ، چي د پاکستان لپاره به هم دوی خپله څانګه جلا کړې ده.
له دې وړاندي دغه ترهګري ډلي د هند لپاره هم د خراسان څخه جلا يوه سيمه د خپل خلافت لپاره جلا کړه.
مخکي د افغانستان، ايران او هند ټول د يادي ترهګري ډلي په تعريف کي د خراسان تر نامه لاندي راتلل.
شنونکي وايي، چي په سيمه کي دطالب وسلوالو د فعاليت د ختمېدلو په صورت کي به پاکستان د داعش په نوم د ترهګرو يوه بله ډله رامنځ ته کړي، ترڅو د افغانستان په شمول نوري سيمو ته ګواښونه پېښ کړي.