د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خبرداری ورکړی دی، چي که ايران د امريکا پر خلاف اقدام وکړي دا به ئې ستره غلطي کړې وي.
ټرمپ تېره ورځ په سپينه ماڼۍ کي خبريالانو ته وويل، چي که ايران پر امريکا بريد وکړي او يا هم ددوی خلاف اقدام وکړي، دا به د ايران ستره غلطي وي او بيا به وګوري چي موږ څومره زيان ورته رسوو.
و لسمشر ټرمپ وویل: “که ایران څه وکړي نو موږ به وګورو چي د ایران سره څه کیږي. دا به یوه ډیره بده غلطي وي. که څه ئې وکړه نو د ډیر سخت زیان به ورته ورسول سي.”
نوموړي پر داسي مهال دا څرګندوني کړي دي چي سيمي ته د امريکا جنګي الوتکي او الوتک لېږدونکي بېړۍ استول سوي دي.
د ايران او امريکا ترمنځ تاوتريخوالی وروسته له هغه زور واخيست چي ډونلډ ټرمپ د ايران سره د اټومي موافقې څخه ووت او پر دغه هيواد ئې د تيلو ترڅنګ د اوسپني، المونيوم او نورو فلزي توکو پر صادراتو بنديزونه ولګول او ايران ئې د سخت اقتصادي بحران سره مخ کړ.