څو ورځي کېږي چي په امريکايي ورځپاڼو کي د امريکا او پاکستان د روابطو په ارتباط پر له پسې رپوټونه او مقالې خپرې کېږي. ددغو نويو مقالو مخکښ د نيويارک ټايمز مشهور او معتبر اخبار دى. د ټولو راپورنو اصلى ټکى دا دى چي پاکستان د امريکا سره دوه مخې پاليسي را اخيستې ده. مانا داچي پاکستان هم د امريکا ملگرى هيواد ځان بولي ،هم امريکايي ډالر جېب ته کوي، او په عين زمان کي، د امريکا، افغانستان، او هند د دښمنانو سره پټه همکاري هم کوي. دلته، د نيويارک ټايمز د دوو راپورونو لنډيز راغونډ سوى دى. ددغو راپورونو مقصد دا دى چي په کابل کي د هند پر سفارت باندي د جولاى د مياشتي په ټروريسټي حمله کي د پاکستان اې ايس ا ې لاس لاره. دوهم، اې ايس اې د هغو مذهبي ډانگيانو سره همکاري کوي چي په افغانستان، هند او منطقه کي پرته له مرگ ژوبلي، تخريب، او ترور څخه بل کار نلري.
که څه هم، د اې ايس اې په تباه کونکوپاليسيواو فعاليتونو باندي افغانان ښه واقف دي، خو د امريکا په حکومتي او استخباراتي حلقو کي ددې خبري راپورته کېدل يونوى او نېک انکشاف دى. په دې تېرو دريو لسيزو کي، افغانان- البته ښه ډېر له خپله لاسه -او څه هم، د اې ايس اې د دښمنۍ له امله پوره وځپېدل. د افغانانو لپاره د اې ايس اې د دوه مخې پاليسۍ مسله څه نوې خبره نده، مگر څه چي بايد موږ گټه ځيني واخلو هغه داچي امريکا بايد دېته وهڅول سي چي پر پاکستان باندي زيات فشار واچوي. په بل عبارت، اې ايس اې بايد مجازات سي. په پاکستان کي، دېره د القاعدې قاتلان بايد د عدالت منگولو ته وسپارل سي؛ او د طالبانو او نورو شډلو مذهبي ډلو سره بايد د پاکستان خواخوږي او همکاري ختمه کړى سي.
ځکه دا يوه ډېره مهمه مسله ده. تر څو پوري چي همدا کارونه نوي سوي، په افغانستان، هند، او منطقه کي دايمي سوله نه سي ټېگېداى. د ټروريزم ماته پدې پوري اړه لري چي اې ايس اې مجازات او راايسار سي. د کال ٢٠٠١ د ټروريسټي حملو څخه راپدې، ددې فرصت برابر سوى وو چي په سيمه کي د ټروريزم اومذهبي افراطيت چاره وسي، خو د پاکستان اې ايس اې همدا فرصت په غم بدل کړ. اې ايس اې تل په ډار او وحشت کي ژوند کوي. پاکستان فکر کوي چي هند او افغانستان د هغه هيواد په تباهۍ پسې دي، نو بنا، د افغانستان او هند د ختمولو او راايسارولو لپاره بايد مذهبي ډانگيان او ټروريسټان تقويه کړي. د پاکستان همدې نامقعولي او خطرناکه پاليسۍ ټوله سيمه بې ثباته کړېده.
تېره اونۍ، د پاکستان نوي منتخب ملکي حکومت وغوښتل چي د پاکستان غښتلې او قوي استخباراتي اداره، اې ايس اې، تر ملکي کنټرول لاندي راولي. البته، د ښاغلي گيلاني همدا کوښښ د متحده ايالاتو د اوسني پرله پسې فشارونو په نتيجه کي وسو. مگر د پاکستان دکمزوري صدراعظم همدا هڅه د پاکستان د پوځ د سخت مخالفت سره مخامخه سوه. سمدستي، د ښاغلي گيلاني حکومت خپله ماته ومنله، او شاتگ يې وکړ.
اې ايس اې د پاکستان په حکومت کي بل حکومت دى. د پاکستان په ټول حکومت کي بله داسي موسسه نسته چي د اې ايس اې سره مقابله او يا سيالي وکړاى سي. د پاکستان پوځ د هيواد د ملي کلني عايدو سم نيم خوري، او د پاکستان د غريب ولس لپاره پرته له جنگ، تېري، او دسيسو څخه بل څه نه ورکوي.
د ساړه جنگ په دوران کي، اې ايس اې او د امريکا استخبارتي اداره، سي اې ې، په گډه او اخوت د افغاني مجاهدينو او مذهبي ډلو سره همکاري پيل کړه. په همدې وخت کي، اې ايس اې له امريکا څخه په ميلونهاوو ډالره تر لاسه کړل. د ١٩٨٠ په کلونو کي، د افغاني مجاهدينو”مشرانو” د اې ايس اې له اجازې پرته سا نه سواى ايستلاى. د پاکستان د استخباراتو او د پېښور د اوه گونو احزابو همدا شيطاني همکاري وه چي نه يوازي د کابل ښار په کڼدواله بدل سو، بلکي د افغانانو گډ کور، عزت، او شتمني پکې تباه سوه. او بيا همدې اې ايس اې د طالبانو په جوړولو او تقويه کولو کي هم مستقيمه برخه درلوده.
د اې ايس اې تاريخ د مذهبي ډلو سره په همکارۍ کي تېر سوى دى. د اې ايس اې او کشميري ډلو تر مينځ روابط څه پټه خبره نده. د اې ايس اې او مذهبي ډلو تاريخي پس منظر لپاره د پاکستاني مشهور ليکوال او سياسي مبصر، احمد رشيد، نوى کتاب وگورئ. ښاغلى احمد رشيد په خپل نوي کتاب “گډوډۍ ته ورشوه کېدل” کي د اې ايس اې تاريخ او فعاليتونه په خورا دقت تر غور لاندي نيسي. هغه وايي اې ايس اې يوه داسي موسسه ده چي پرته له دسيسه کارۍ، دوه مخۍ، او تباهۍ څخه په بل څه نه پوهېږي. د اې ايس اې جاسوسان ښه تاکتيشن دي، خو ستراتيژيکي فکر نه سي کولاى.
اوس،په افغانستان کي، د امريکا مېشته عسکر د اې ايس اې او مذهبي ډانگيانو هدف گرځېدلي دي. د بوش اداره اوس پدې پوه سوه چي اې ايس اې دوه مخې پاليسي تعقيبوي، او په افغانستان کي هغه مذهبي او افراطي ډلي تقويه کوي چي د افغانستان د بربادۍ او تباهۍ نيت لري. که څه هم، د پاکستان همدا تباه کونکې پاليسې بايد له لمړۍ ورځي څخه کشف سوې واې، خو د بوش ماما عقل او کفايت ډېر کم دى. د هغه سد کوره دى، او په نېمه يې سر نه خلاصېږي. بياهم، افغانان بايد د همدې انکشاف هرکلى وکړي. امريکايان او د سيمي هيوادونه بايد پدې پوه سي چي پاکستان د ټروريزم مرکز او منبع ده. تر څو پوري چي پاکستان نوى مجازات سوى، په افغانستان، کشمير، هند، او منطقې کي سوله او ثبات ټينگېداى نه سي. پاکستان تل دوه مخې پاليسي لوبولې ده، او ددغي تباه کونکي پاليسي اصلي قربانيان افغان مسلمان ولس دى.
دا چي امريکا اوس خپل عالي رتبه مامورين پاکستان ته لېږي او هغه ملک په دوه مخې پاليسي متهموي، دا انکشاف دا ښيي چي د پاکستان او امريکايي استخباراتو تر مينځ روابط مخ پر خرابېدو دي. افغانانو ته پکار ده چي همدا پروسه نوره هم گړندۍ کړي. ځکه پاکستان په افغانستان کي يو داسي شډل، افراطي، او د ډبرو د عصر حکومت غواړي چي افغانان د تل له پاره په جهل او تېاره کي وساتي. افغانان د نړۍ د خندا او ملڼدو وړ ورگرځوي. افغانان بايد کوښښ وکړي چي د پاکستان همدا شيطاني پاليسي بېرته پخپله پر پاکستان ور برابره کړي. په بل عبارت، د افغانستان په متعلق د پاکستان د “ستراتيژيک عمق” پاليسي په “ستراتيژيک شاتگ” ور بدل کړو.
اوس به راسو د نيويارک ټايمز د راپورونو لنډيز ته.
د نيويارک ټايمز اخبار د اگسټ د مياشتي پر ١ نېټه ليکي: د متحده ايالاتو استخبارات دې نتيجې ته رسېدلي دي چي په کابل کي د جولاى د مياشتي پر ٧ د هند پر سفارت باندي په مرگانۍ ټروريسټي حملې کي د پاکستان د اې ايس اې لاس وو. دمتحده ايالاتو استخباراتي مامورين وايي دوى دې نتيجې ته وروسته له هغه ورسېدل چي د پاکستان د اې ايس اې او هغو افراطيانو تر مينځ يې مخابرې کشف کړې چي همدا مرگانى بريد يې تنظيماوه. د همدغو شواهدو په اساس، دا څرگنده خبره ده چي د پاکستان استخبارات د امريکا په مشرۍ د ټروريزم پرخلاف مبارزه او جنگ کمزورى کوي.
د امريکا استخباراتي مامورين وايي داسي شواهد او اسناد هم سته چي دا ښيي چي د پاکستان استخبارات د افراطيانو ته د امريکايي قواوو د حملو په باب معلومات ور کوي، څو همدا افراطيان د امريکايي حملو څخه په امان او بچ سي. همدا نوي شواهد او اطلاعات نه يوازي د امريکا او پاکستان اړيکي لا خرابي کړيدي، بلکي د هند او پاکستان تر مينځ يې تاوتريخوالى هم زيات کړى دى. په کابل کي، د هند پر سفارت باندي د ټروريسټي بريد څخه فقط څو ورځي وروسته هندي مقامات ددغه حملې پړه د پاکستان د جاسوسۍ پر شبکې باندي واچوله.
امريکايي چارواکي وايي د اې ايس اې او افراطيانو تر مينځ مخابرې د جولاى د مياشتي د ٧ تر حملې څه دمخه کشف سوي وې، او د همدې مسلې په خاطر دامريکا د استخباراتو يو مامور اسلام اباد ته سفر وکړ. امريکايي مقامات وايي داسي برېښي چي اې ايس اې همدې جاسوسانو د خپلو امرينو ملاتړ هم لاره. ځيني امريکايي مامورين د پاکستان همدې دوه مخې پاليسي سخت په غوسه کړي دي. هغوى وايي پاکستان نه يوازي په افغانستان کي مرگ ژوبله تشويقوي، بلکي د هغوى دا عمل د امريکايي عسکرو د وژل کېدو سبب هم گرځي. هغوى وايي پاکستان نور موږ مطمين ملگرى ندى، او متحده ايالات ښايي پخپل سر په پاکستان کي دننه حملې پيل کړي.
امريکايي مقامات وايي د هند د سفارت په حمله کي ښايي د جلال الدين حقاني د پلويانو لاس وو. دا ډله د القاعدې او اې ايس اې سره نژدې اړيکي لري. جلال الدين حقاني، سي اې ې، او اې ايس اې د ١٩٨٠ په کلونو کي خورا نژدې روابط سره درلودل، خو د ١٩٩٠ په کلونو کي جلال الدين حقاني او دهغه زوى د القاعدې سره ډېر نژدې سول.
په همدې لړ کي، د نيويارک ټايمز اخبار د جولاى پر ٣٠ ليکي: د متحده ايالاتو د مرکزي استخباراتو يو عالي رتبه مامور په سري توگه اسلام اباد ته پدې مياشت کي سفر کړى وو، او هلته د پاکستاني چارواکو سره د هغواطلاعاتو په باب ږغېدلى وو چي د پاکستان په قبايلي سيمو کي د افراطيانو او د پاکستان د استخباراتو تر منيځ نژدې اړيکي ښيي. همدې مامور هغه شواهد وړاندي کړي وه چي د پاکستاني اې ايس اې او هغو مذهبي افراطيانو تر مينځ پراخه همکاري ښيي چي په افغانستان کي د جنگونو خورول غواړي. په همدې شواهدو کي، د اې ايس اې او جلال الدين حقاني تر مينځ همکاري هم شامله ده.
نيويارک ټايمز ورځپاڼه ليکي: که څه هم، د پاکستان استخباراتو تل دوه مخې پاليسي درلوده، خود متحده ايالاتو د استخباراتو ادارې ،سي اې ې، د پاکستاني افراطيانو په ارتباط د معلوماتو په راغونډولو کي پر اې ايس اې باندي ډېره تکيه کوله.
څو لسيزي کېږي چي د پاکستان اې ايس اې پر افغانستان او هند باندي د فشار اچولو په غرض د مختلفو مذهبي افراطي ډلوسره تماسونه ټينگ کړي دي. مگر دا معلومه نده چي ايا همدا تماسونه د اې ايس اې د عالي رتبه مامورينو په امر سوي دي او که نه. امريکايي مقامات وايي د پاکستان ملکي حکومت پر اې ايس اې باندي کنټرول نلري، او اې ايس اې پخپله يوه غښتلې او قوي موسسه ده چي د اسلام اباد هغه کوښښونه يې شنډ کړي چي د اې ايس اې د راايسارولو په مقصد يې کړي دي.
دامريکا د مرکزي استخباراتو، سي اې ې، مرستيال، سټېفن کېفس، د جولاى پر ١٢ په پټه پاکستان ته سفر کړى وو. هغه پاکستاني مقاماتو ته ويلي وه: “موږ پوهېږو چي ستاسو او مذهبي افراطيانو تر مينح روابط سته، نه يوازي د حقاني سره بلکي د نورو بدو عناصر سره هم. موږ باور لرو چي تاسو ډېر کارونه کولاى سئ، او موږ ستاسو څخه د ډېړو کارونو کول غواړو.”
اخبار ادامه ورکوي او ليکي: ښاغلي کېفس په پاکستان کي د صدراعظم گيلاني په شمول د ښاغلي مشرف، جنرال اشفق پروېز کياني، او د اې ايس اې د مشر جنرال ناديم تاج سره وکتل.
که څه هم، د پاکستان او القاعدې تر مينځ د مستقيمو روابطو شواهد نسته، خو د پاکستان اود حقاني د ډلي په شمول د نورو مذهبي ډانگيانو تر مينځ د اړيکو په باب قانع کونکي شواهد سته. په افغانستان کي، امريکايي قومندانانو له ډېر وخت راهيسي د حقاني د تهديد په باب خبردارى ورکړى دى.