د شنبې په ورځ په کندهار پوهنتون کي د پانګوني د جلب، چابهار بندر او سوداګرو د هڅوني په موخه کنفرانس جوړ سو، چي پرمهال يې د کندهار ولايت مقام د مرستيال عبدالحنان منيب ترڅنګ د چارو له ادارې څخه راغلي پلاوي، د دولتي ادارو يو شمېر رئيسانو، د ګاونډيو ولايتونو څخه راغلو رئيسانو، د کندهار ولايت په زيات شمېر سوداګرو او صنعت کارانو او همدارنګه ځوانانو او مېرمنو ګډون کړی وو.
په مراسمو کي لومړی د چار د ادارې څخه راغلي پلاوي زلمي حليمي خبري وکړې او د يادي غونډي اړوند يې هر اړخيزه معلومات له ګډونوالو سره شريک کړه.
دغه راز ښاغلي حليمي وويل، د دغه کنفرانس څخه مو موخه د کورنيو سوداګرو او صنعت کارانو اړيکي له بهرنيو سوداګرو او صنعت کارانو سره پياوړي کول دي، چي ترڅنګ به يې يو تر بله خپلي تجريبې هم سره شريکوي، نوموړي له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه وکړه، چي په سوداګريزه برخه کي موجوده ستونزي په ليکلي ډول له دوئ سره شريکي کړي ترڅو دوئ يې تر مرکزي ادارې پوري ورسوي او د حل په موخه يې هر ډول اقدامات تر سره کړي.
دغه راز په غونډه کي د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب د خپلو خبرو پرمهال له مرکز څخه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د هیواد د جمهور رئيس څخه ځانګړې مننه وکړه، چي کندهار زون ته یې پاملرنه کړې او د هیواد د پرمختګ لپاره یې پریوشمېر اساسې پروژو کار پیل کړی دی.
نوموړي وویل، چي جمهور رئیس غواړي په کندهار ولایت کي سوداګريز زون جوړ کړي او هغه اسانتیاوي، چي اړتياده ورته برابره يې کړي، هغه د زون په سطحه د يو شمېر ستونزو يادونه هم وکړه او د راغلي پلاوي څخه يې غوښتنه وکړه، چي د دغه ستونزو د حلولو ترڅنګ دي د کندهار صنعت کارانو ته د برېښنا په برخه کي هم اسانتیاوي برابري کړي.
ښاغلي منيب دا ډول پروګرامونو جوړول د سوداګرو او صنعت کارانو لپاره اړین وبلل او ټینګار يې وکړ، چي د وچي او لندې مېوي لاره لا هم نړیوالو بازارونو ته پیدا کړل سي، هغه زياته کړه، چي د هوايي لاري پر ځای دي د مځکنۍ لاري څخه هم ګټه واخيستل سي.
د ولايت مقام مرستيال وويل، چي ډېر ژر به په کندهار کي د سوداګرو لپاره د سولري برېښنا یو شمېر پروژې پرانيستل سي، خو په خبره يې که دې ته ورته نوري پروژې هم عملي کړل سي نو د سوداګرو ستونزو ته به تر يوه حده حل لاره لټول سوې وي، همدارنګه نوموړي پر ټولو سوداګرو هم ږغ وکړ، چي خپلي اړیکي د نړیوالو سوداګرو سره لا هم پیاوړي کړي.
وروسته د يو شمېر ګډونوالو لخوا د سوداګريزو چارو اړوند فريزينټېشنونه هم وړاندي سوه، چي پکښي د يو شمېر ستونزو يادونه هم سوې وه.