کور / تازه خبرونه / په ريل ګاډۍ كي د اورلګېدو له كبله ۲۰ تنه مړه سول

په ريل ګاډۍ كي د اورلګېدو له كبله ۲۰ تنه مړه سول

د هند د ريلوې چارواكي وايي له اندهراپردېش څخه حيدرآباد ته په تلونكي يوې ريل ګاډۍ كي اور ولګېد چي له امله يې ۲۰ تنه مړه او ګڼ كسان ټپيان سول.
د ګاډۍ د پوليسو له خوا د اورلګېدني علت د برېښنا شاټي په ګوته سوې ده.
د ګاډۍ عمله وايي د اور لګېدو سره سم سواريانو د خطر زنګ وواهه، خو د ګاډۍ تر درېدو مخكي ډېرو خلګو د اور له بيري ځانونه وغورځول چي ډېر يې مړه سول.