د حکومت مخالف اپوزيسون او ولسمشريزو ټاکنو ته د نوماندانو يوه ټولګه وايي، چي د افغان دولت قانوني دوره دغبرګولي د مياشتي پر لومړۍ نېټه پای ته رسېږي او نور مشروعيت نه لري.
د ولسمشريزو ټاکنو نوماندانو په خپله ګډه اعلاميه کي ويلي دي، چي د ملي یووالي د حکومت د کار دوره د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه پای ته رسیږي او له نوموړې نېټې وروسته د حکومت کړنې نامشروع او غیر قانوني دي .
په اعلاميه کي ويل سوي، چي له قانون سره سم د ملي یووالي حکومت مشران مکلف ګڼي چي د غبرګولي میاشتې له لومړۍ نیټې څخه وروسته حکومت وسپاري .
په دغه اعلاميه کي دا نه دي ويل سوي، چي ملي يووالی دولت بايد حکومت چاته وسپاري.
دغه خبرپاڼه د هر نوماند لکه احمد ولي مسعود،ابراهیم الکوزی،عبدالحکیم تورسن،رحمت الله نبیل، شهاب حکیمي،عنایت الله حفیظ،غلام فاروق نجرابي،فرامرز تمنا،محمد حنیف اتمر، نور الرحمن لیوال په ګډه خپره کړې ده.
نوموړو پر داسي مهال د حکومت سپارلو خبره کړې ده، چي په دې وروستيوکي د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم په افغانستان کي د موقت حکومت جوړولو وړانديز کړی وو، چي په نړيوال ډپلوماټيک ډګر او په کور دننه د اولسي افغانانو د توندو غبرګونونو سره مخ سو.
افغان اولس وايي، چي د موقت حکومت جوړول د مجاهدينو پخواني وختونه بيا تکراروي او دابه د افغانستان کورنۍ جګړې ته لا زور ورکړي.