ليکنه: سپين روان نورزی
تقربياً لس مياشتې وړاندې افغان ولسمشر او طالبانو په ګډه د سولې او پخلاينې په موخه درې ورځنی اوربند اعلان کړ چې د خلکو له خوا يې تود هرکلی وشو، طالبانو له غرونو راښکته شول، عامو افغانانو ورته په کليو او ښارونو کې دومره مينه ورکړه چې ښايي دوی يې فکر هم نه وي کړی.
همدا اوربند و چې د سولې په اړه د ښکاره خبرو د پيل ټکی وګرځېدو، د سولې خبرې له پردو را بهر شوې او علني بحثونه پرې پيل شول، په دې وروستيو کې د سولې خبرې تر دې حده ګرمې شوي چې خلک د سولې راتلو ته د شېبو شمار پيل کړي، ځکه دا شپږم ځل دی چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی او د طالبانو ستازي په قطر کې سره ګوري، خو د نورو ليدنو سره دا ځل دا ليدنه ځکه توپير لري او ځانګړې ده چې دا ځل د افغان دولت استازو ته هم بلنه ورکړل شوې او چانس يې موندلی ترڅو په دې خبرو کې ګډون وکړي.
له دا ځل ليدنې داسې ښکاري چې سولې ته دواړه غاړې تر صفري نقطې پورې ورلنډ شوي او ښايي ډېر ژر هغه ورځ راورسيږي چې سوله اعلان شي او له دې هېواد دا پنځوس کلنه بدبخته جګړه ګډه وکړي، خو د سولې په خبرو کې هغه څه چې ورته اړتيا ده او يا عام ولس يې هيله لري، هغه تر اوسه نه دي تر لاسه شوي، ځکه عام ولس د وژنو او وينې بهېدنې درول غواړي.
دا طبيعي خبره ده چې جګړه د ګټو د نه تامين په صورت کې رامنځته کېږي او سوله هله کېږي چې دواړه غاړې د يوه او بل ګټو ته قايل شي، په افغان سوله کې هم ګټ مټ همدا خبره روانه ده، خو له نورو قومونو او ملتونو سره يې توپير دا دی چې په نورو هېوادونو کې کله چې په جګړه کې ښکېلې خواوې د يوه او بل خبرو ته د غوږ نيونې چانس پيدا کړي، له هغې وروسته لاس په لاس د تخريب د ودرېدو هڅې پيليږي، ځکه دوی غواړي چې د ولس زړه خپل کړي او عام ولس ته وښيي چې دوی د خپلو خلکو لپاره څومره قرباني ورکوي. د دې چارې عمده لامل دا دی چې حکومتونه خلکو ته اړتيا لري او غواړي د خلکو په ملاتړ ځانونه واک ته ورسوي. دلته بيا دواړه غاړې کوښښ کوي چې د جګړې په ډګر کې ځان ډېر فعال او خپل مقابل لوری کمزوری ښکاره کړي.
څو ورځې وړاندې افغان دولت د نوي کال د امنيتي پلان د تشريح په ترڅ کې د (( خالد)) په نوم عمليات اعلان کړل، خو په مقابل کې طالبانو تيره ورځ د (( الفتح)) په نوم عمليات اعلان کړل او د جګړې ميدان ته يې له نويو نومونو او سمبولونو سره راودانګل.
دا په داسې حال کې ده چې له يوې خوا د سولې خبرې روانې دي، له بلې خوا جګړې زور اخيستی او هره ورځ په لسګونو کسان وژل کېږي، په سلګونو ټپيانيږي او بې شمېره کورنۍ د بې سرپرستۍ، بې کورۍ او غمجنېدو له امله د ژوند مجبوريو ته سرټيټوي.
اندېښنه دلته ده چې ولې په افغانستان کې اوس هم داسې ذهنيت شته، حتا د سياسيونو او واکمنو په منځ کې، چې قدرت د واکمنو له خوا په ولسونو اعمال کېږي، په داسې حال کې چې هر معقول انسان په دې پوهېږي چې واکمنو ته د ولس له خوا قدرت ورکول کېږي او دا يوه پروسه ده چې په ترڅ کې يې خلک سياسيون واک ته رسوي او د خپلې واکمنۍ د احيا لپاره واکمن مجبور دي چې خلکو ته خدمت وکړي، خو په افغانستان کې دا موضوع بيا برعکس ده او لا هم د واک په اړه هغه پخوانی سنتي فکر حاکم دی، ځکه دلته هغه څوک د واکمنېدو طمع لري چې په خلکو ظلم کوي او د خپل قدرت لپاره خپل خلک وژني، همدا لامل دی چې له يوې خوا د سولې او راتلونکي ګډ حکومت په اړه خبرې تودې شوي له بلې خوا د شديدو جګړه يزو عملياتو د پيل اعلانونه کېږي.
د سولې په دې تودو خبرو کې د خالد او الفتح عملياتو د اعلان عمده پيغام د مذاکراتو په ميز د زياتو امتيازاتو لاسته راوړل دي او هره ډله غواړي چې له دې لارې په راتلونکي اداره کې زيات مقامونه او منصبونه تر لاسه کړي.