د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزير شهزاد ګل اريوبي خبرداری ورکړی دی، چي که چيري فيسبوک په افغانستان کي ددغه هيواد قوانينو ته غاړه نه ږدي نو دلته به فيسبوک بند کړي.
نوموړي نن يوې خبري غونډي ته په وينا کي وويل، چي په هيواد کي ډېر جعلي اکونټونه جوړ سوي دي، چي د همدې جعلي اکونټونو له لاري اشخاصو په تېره مېرمنو ته سپکي سپوري ويل کېږي او هغوی ته توهين کېږي.
ښاغلي اريوبي وويل: “ موږ د فيسبوک ادارې ته شپږ مياشتي وخت ورکوو، چي جعلي اکونټونه بند کړي او د افغانستان د قوانينو سره سم چاري مخ ته يوسي، هغه کسان چي غواړي فيسبوک وکاروي بايد د اسنادو او باوري سرچينو له مخي ثبت سي”.
د اريوبي په خبره، که چيري فيسبوک په دغه موده کي زموږ قوانين ونه منل، نو کېدای سي فيسبوک په افغانستان کي بند سي.
نوموړي وويل، چي موږ ته تر فيسبوک افغاني کلتور او عزت مهم دی
همداراز ښاغلي اريوبي په کور دننه د انټرنيټي خدماتو په هکله وويل، چي په انټرنيټي خدماتو کي به تر ۵۰ سلني پوري ټيټوالی راولي.
د نوموړي په خبره، اوس تازه د دولتي شرکت (سلام) انټرنيټي خدمات پنځوس سلنه راکښته سوي دي.
ښاغلي اريوبي زياته کړه، چي که کورنۍ شبکې په انټرنيټي خدماتو کي ښه والي او په بيو کي ټيټوالی رانه ولي نو قانوني چلند به ورسره وسي.
دا پر داسي مهال ده، چي په افغانستان کي د انټرنيټ کارونکي د کورنيو شبکو څخه په شکايت دي، چي هم ئې د انټرنيټ بيه لوړه ده او هم ئې کيفيت ټيټ دی.
په دې وروستيو کي ځينو فعالانو د انټرنيټ د خراب کيفيت او لوړو بيو پر وړاندي کمپاين پيل کړی وو، چي همدې کمپاين د مخابراتو وزارت مجبور کړ چي په هکله ئې اقدام وکړي.