کور / خبرتیا او پيغامونه / د سولي علمي او سياسي سيمينار خبرتيا

د سولي علمي او سياسي سيمينار خبرتيا

سوله

علمي سياسي سيمينار

  1. Afghan Peace Academic Seminar

14/04/2019                لندن


په لندن کې د سولي د علمي سیاسي سیمینار خبرتېااو بلنه :

د افغانستان د سولي د روان بهیر د 

پيچلتیا‌ؤ د حل لارو موندلو په هکله :

له هغې ورځې چې د افغانستان د سولي بهیر پيل شوی ، له لمړیو ورځو یې یو لړ پيچلتیاوي درلودي ، لکه د افغانستان له حکومت سره خبري نه کول او نیغ په نیغه د امریکایې چارواکو سره د طالبانو دیالوګ ، په خبرو کې د افغانستان د ستونزو د حل پر ځاي د پاکستان په اندیښنو تمرکز ، په تیرو اتلسو کلونو کې د افغانانو د لاسته راغلې مادي او معنوي ارزښتونو د بابیزه ښودلو ، طالب ته د سولي په بهیر کې د مشروعیت بخښلواو یا داچې خدای مکړه  د مرموزو فیصلو نیولو د نتایجو په لړکې دروان بحران د ختم پر ځاي د بلې وحشي او تپل شوې جګړې ‌‌‌‌‌‌ډګر او قرباني نه شو .

دا او دې ته ورته مواردو برتانیا میشتې افغانان روڼ اندي اړ کړل چې د سولي د علمي سياسي سيمينار د جوړولو تابياوکړي . له دې کبله تاسو اغلو او ښاغلو ته په ډیردرنښت بلنه درکول کېږي چې د خپل فعال ګډون تر څنګ د خپلو پیغامونو، نظرونو او پیشنهادونو په وړاندي کولو سره زموږ سیمینارلاپسې غني کړئ .

اجندا :

د افغانستان د سولې بهیرد پېچلتیاؤ د حل لاروموندلو په هکله !

د افغانستان د سولي د روان بهیر په وړاندي ننګونې او د بهیر د سالمي سمت نیونې لاري چاري .

په سوله کې د همسایه ګانو ، نړیوالي ټولني موخې او رول او د افغانانو سري کرښې .

په سوله کې د حکومت او د هغې د سیاسي مخالفینو موقف کوم لوري خپلوي ؟

  د سولي په بهیر کې د خلکو ، سیاسي ګوندونو او مدنې ټولنو رول .


  د سولي په بهیر کې د افغانستان د حکومت او د هغې د بهرنیو پارتنرانو د شراکت بڼه .

ویناوال :

کارپوه ، لیکوال اوسیستوال ښاغلی ډاکترفاروق اعظم.
لیکوال او سیاستوال محمداکبرکرګر .
لیکوال ، څېړونکی اوسیاستوال عبدالغفورلېوال .
سیاستوال نوروهاب څپاند.
د دعوت اوسباوون رسنیزمرکزمشرمحمدطارق بزګر .
ډاکتروارث وزیري .
لیکوال عبدالوکیل سوله مل .
سیاسي اومدني فعاله راحله صیدیقي .

پیغامونه :

سیاسي فعاله او د هارو کانسلره پیمانه اسد .
لیکوال اوشاعرنظیف الله تکل ( شعر ) .
پیاوړی قصه لیکونکې اوفرهنګپال حاجي امین باوري .
په هالنډکې د افغاني کلتوري ټولنې مشراو د لراوبرد درنې ویبپاڼې بنسټګرعبدالله احسان .
په انګلستان کې د افغان سوشل کلب مشرسمسورفیض .
په انګلستان کې د افغانانو د انسجام د ټولنې ( ( BACC مشر احمدیوسف .

 سوالونه اوځوابونه :

د سیمینار د نتایجو جمع بندي :

وخت  :

د سیمینار شروع د ماسپښین ۱ بجه او پای دمازدیګر ۵ بجې .

پته :

Milan Palace

68 The Green

UB2 4BG Southall

UK.

اړیکې :

Email:

Peaceseminar_london@outlook.com  

Phone:

A.Solamal :              0044 7883 8732 62

Samsor Faiz:            0044 7852 2859 44

Ahmad Yusuf:       0044 0770 2374 59

Ahmad Shah Amin: 0044 7446 8565 40