ليکنه: محمد بشير يوسفزوی
سوله د افغان ولس نهایت لویه هیله ده. په سوله کې د افغانانو ژوند، بقا او روښانه راتلونکی نغښتی دی. په سوله پورې د دوی هیلې تړلې دي. د کونډو، رنډو، یتیمانو، بې وزلو، ناچارو او ټولو افغانانو هیلې، نو لطفاً د افغانستان سیاسیون، ځینې ډلې او ټپلې، ګاونډیان او حتی بهرنیان دې له دغې لویې او سپېڅلې هیلې یانې سولې څخه اوزلوبه نه جوړوي.
ولسمشر غني تر خپلې وسې کوښښ کوي چې افغان سوله له معامله ګرۍ، د پردیو له جوړجاړي او چنو څخه وژغوري، ځکه سوله د افغانانو هیله او د افغان حکومت واک او صلاحیت دی. نړیوال او بهرني هیوادونه یوازې همدومره واک لري چې د سولې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړي. وسله وال طالبان دېته وهڅوي یا ورباندې فشار راوړي چې باید د جنګ پر ځای د سولې لاره اختیار کړي او له افغان حکومت سره مخامخ د سولې مذاکرات ترسره کړي.
مګر په دې وروستیو کې ولیدل شول چې د امریکا متحده ایالات او پاکستان غواړي چې د افغانانو له رهبرۍ پرته د سولې موضوع یو طرفه کړي، مګر دا نه د دوی صلاحیت دی او نه هم په دې اړه د دوی اقدام، پرېکړه او تصمیم افغانانو ته د منلو وړ دی، ځکه افغانان دغه ډول د سولې معاملې ته نه یوازې د شک په سترګه ګوري، بلکې یو بل بحران او د ناورین پیل یې بولي.
ځکه افغانانو په تېر کې د دغه ډول سولې چې د نړیوالو او بهرنیانو په معامله ګرۍ او جوړجاړي کې هیواد ته راغلې وه بې خوندي څکلې او دوی له همدې امله په هیڅ قېمت هم د دغه ډول سولې منلو ته چمتو نه دي، خصوصاً د سولې هغو توافقاتو ته چې پاکستان په کې مستقیم دخیل وي. ځکه په افغانستان کې د ټولو بدبختیو اصلي عامل پاکستان دی. پاکستان لا هم افغانستان ته ښه نیت او اراده نه لري.
نړیوال او بهرنیان دې دوه کاره وکړي، یا دې د سولې په مذاکراتو کې د پرېکړې او تصمیم پرځای یوازې همکاري وکړي او یا دې مطلق له دغې پروسې څخه ځانونه وباسي او افغانان دې په خپلو منځونو کې خبرو او مذاکراتو ته پرېږدي. ځکه په دې وروستیو کې د بهرنیانو په ناوړه ارادو شک زیات شوی دی او داسې برېښي چې دوی غواړي په لوی لاس افغان حکومت منزوي کړي او له وسله والو طالبانو سره داسې جوړجاړی وکړي چې دوی واک ته ورسول شي.
مګر د وسله والو طالبانو جرمونه او جنایتونه لا د خلکو هېر نه دي او نه هم سوله په دې مانا ده چې وسله وال طالبان دې د سولې په پلمه یو ځل بیا واک ته ورسول شي. که طالبان د واک شوقیان وي، نو د انتخاباتو له لارې دې د واک ترلاسه کولو لپاره ځانونه چمتو کړي. که ولس ورباندې اعتماد وکړ او د باور رایې ورکړې، نو بیا حق لري چې حکومت وکړي، مګر که ولس د باور رایه ورنه کړه، نو بیا به همغه څوک د حکومت د مشر په توګه مني او متابعت به یې کوي چې ولس په خپلو ازادو رایو ټاکلی دی. دوی دې دا فکر له ذهنه وباسي چې د بهرنیانو پر مټ به د ولس له ارادې پرته پر هیواد او خلکو راج وچلوي او حکومت به وکړي.