محمد جان فنا
زه يم شپون او په دې ژوند مې افتخار دى
چه د خداى نبيانو کړى زما کار دى
زه لرم ښايسته پسونه ورى او مېږې
شنه واښه اغزى او بوټى مې ګلزار دى
زه د جګو غرونو سرکښى رمې بيايم
له پستۍ او ټيټ ژوندون نه زما عار دى
د تمام جهان شاهى به پرې ورنکړم
زما کور او زما ګور همدا کوهسار دى
زه څښتن د لوړ همت يم پروا نه کا
چه د تن جامې شکېدلى نس مې خوار دى
پسونه ورى او ميږې ساتم له ليوانو
تنفر مې له ظالم او له خونخوار دى
د حيوان خدمت کوم چه لوړ انسان يم
ګوره رحم عاطفه زما شهکار دى
غږومه د (فنا) خوږې نغمې زه
چه شپېلۍ مې خورا ډېر شيرين ګفتار دى