دزابل په شاجوی ولسوالی کی دوه تنه پولیس وسوالوطالبانوته وراوښتي
دشاجوی ولسوالی دامنیی قوماندانی دوتنه پولیس تیره ورځ وسلوالوطالبانوته دجوړجاړی له مخی ورواوښتل
دزابل دشاجوی ولسوالی یوتن چارواکی چی نه ئی غوښتل نوم ئی خپورشی منی چی ددوی دوه تنه پولیس چی یوئی دعبدالله په نامه دولسوالی دامنیی قوماندانی مرستیال وه چی دم ګړی ئي دامنیت دنده په غاړه لرله تښتیدلی
نموړی چارواک وائي چی تښتوونکوله ځانه سره یوه عراده رنجرموټراویوه اندازه سپکی وسلی هم وړی
داپه داسی حال کی ده چی څه موده وړاندی هم دهمدی ولایت دسپيني غبرګی دسیمی دیوی پوستي دقوماندان په ګډون پنځه تنه پولیس وسلوالوطالبانوته دخپلوجنګی موهماتوسره تښتبدلی وه
په زابل دورته پیښوګنګوسی کله ناکله خپریږی خوچارواکی ئي ترډیره بریده له ځانه سره پټي ساتي اوخبری رسنیوته ئي په واک کي نه ورکوی اویادپيښه هم دخبریالانودډیروهڅوپه پایله کی دنوم دنه اخیستلوپه شرط منل کیږی.