د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کي د سولي ترنامه لاندي پسرلنۍ مشاعره جوړه سوه.
تېره ورځ ( جمعه ) په پنجوایي ولسوالۍ کي د پیوند مدني ټولني او د دغه ولسوالۍ د چارواکو لخوا د سولي اړوند پسرلنۍ مشاعره جوړه سوه چي پر مهال یې مرستیال والي عبدالحنان منیب، د دولتي ادارو یوشمېر رئیسانو او ولسوالانو، د یو شمېر ولایتونو ترڅنګ په زیات شمېر د کندهار شاعرانو، قومي مشرانو، ځوانانو او میرمنو ګډون کړی وو.
په دغه مشاعره کي لومړی د پنجوایي ولسوالۍ ولسوال فضل محمد اسحق خبري وکړې او ټولو راغلو مېلمنو ته يې د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ مننه هم وکړه چي په دغه مشاعره کي يې ورسره ګډون کړی دی، د هغه په خبره، خوښ یم چي په دغه ولسوالۍ کي د سولي تر نامه لاندي پسرلنۍ مشاعره جوړه سوې ده.
نوموړي د سولي اړوند وويل، چي افغانان نور له جنګ څخه ستړي سوي او د سولي غوښتونکي دي ترڅو د امن او ورورولۍ په فضاء کي سره راټول سي.
دغه راز د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب وویل، خوشحاله یم چي په دا ډول فرهنګي او کلتوري پروګرام کي حضور لرم، هغه دا ډول مشاعرې د کندهار د فرهنګ، علم او تاریخي یاد د تازه کولو ترڅنګ د لیکوالانو شاعرانو اديبانو او بېلابېلو طبقو ترمنځ د فکري پیوند یوه غوره لار هم ياده کړه.
ښاغلي منیب وویل، دا ډول مشاعرې دا څرګندوي، چي کندهار دعلم، فرهنګ، تمدن او ادب مرکز دی، داسي مرکز چي تر لسیزو جګرو او ناخوالو وروسته یې لاهم ادیبانو، لیکوالانو او شاعرانو د خپل فرهنګ او ادب تاریخ د ساتلو لپاره شپه او ورځ یوه کړې ده، هغه زیاته کړه، په دې کي شک نسته چي روانو جګرو او ناخوالو د مادیاتو ترڅنګ زموږ معنوي، فرهنګي او علمي بنسټونو ته لوی زیانونه اړولي دي، خو د جبران لپاه یې دغه ډول فرهنکي او ادبي ناستي ډېري مهمي دي.
د نوموړي په خبره، دا ډول ادبي او فرهنګي غوندي نه یوازي بېلابېلي پرګڼې سره پيوستي کوي، بلکي سولي، هنر، فرهنګ، علم او یووالي ته هم لاره هواروي، دغه راز هغه په دغه مشاعره کي زیاته کړه، چي افغانان د سولي غوښتونکي دي او سوله د ټولو یو لوي ارمان دي، چي په خبره یې افغانان نور له جنګ او جګړو څخه ستړي سوي او سوله غواړي.
مرستیال والي د دغه مشاعرې له لاري پر ټولو وسلوالو مخالفینو ږغ وکړ چي د سولي له پروسي سره یو ځاي سي د هغه په خبره چي د جکړې زیان یوازي او یوازي افغانانو ته رسېږي چي نور باید د دې زمینه برابره نسي چي د افغانانو وینه توي سي، هغه له ټولو قومي مشرانو څخه هم غوښتنه کړه، چي د سولي په را وستلو کي پوره هڅه وکړي.
همدارنګه په دغه مشاعره کي د سولي د شورا رئیس او د پیوند مدني ټولني مسؤل هم ويناوي وکړې، چي هغوئ هم سوله د افغانانو هيله وښوده او پر ټولو ځوانانو، قومي مشرانو او خوندو يې ږغ وکړ چي د سولي په پروسه کي خپله ونډه واخلي.