عراقي دولت د موصل د نينوی ايالت د والي نوفل العاکوب څخه غوښتنه کړې چي استعفار ورکړي.
دا غوښتنه وروسته له هغه کېږي چي په ياد ولايت کي يوه ډله عراقيان د کښتۍ د ډوبېدلو په پېښه کي ووژل سول.
د پنجشنبې په ماښام يوه کښتۍ د موصل په شمال کي په اوبو کي ډوبه سول او پکي ۱۰۰ کسانو ژول له لاسه ورکړ.
دا کسان د نوروز د مېلې لپاره روان وه.
د عراق لومړي وزير پارلمان ته يو ليک لېږلی چي په کي ئې له استازو غوښتنه کړې چي د نينوی والي دي استعفا کولو ته مجبور کړي.
همداراز لومړي وزير د والي د تحقيقاتو غوښتنه هم کړې چي په وظيفه کي ئې غفلت کړی او د مالي چارو د حسابونو تصفيه به هم ورسره وسي.