کور / #PTM / د وزيريستان قومي مشران: د پښتنو لپاره پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غزول ورته د منلو نه دي

د وزيريستان قومي مشران: د پښتنو لپاره پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غزول ورته د منلو نه دي

د شنبې پښتون ژغورني غورځنګ محکښ غړي وزير، د وزيرو د قبلې مشر ډاکټر کل عالم او ګڼ شمېر قبائلي قومي مشرانو په انګور اډه کي د پکتيا د برمل ولسوالۍ د اوسېدوندونکو سره وکتل.

په ليدنه کي د وزيرو قامي مشرانو، د پکتيا ولسي وګړو او د پي ټي ايم ګڼ شمېر فعالانو په سیمه کي د اغزن تار غځول په کلکه وغندل.

د وزيرو قومي مشر ډاکټر ګل عالم وويل، پر ډېورنډ منحوسي کرښي د اغزن تار غځول پښتنو ته د منلو وړ نه دی.

د نوموړي په خبره، په سيمه کي باید د پښتنو لپاره د تګ راتګ پر وړاندي خنډونه ايجاد نه سي.

برمل ولسوالۍ ته د علي وزير په ګډون د پښتنو قومي مشرانو سفر موخه داوه چي هلته ميشت د وزيرو سره وګوري او په ياده ولسوالۍ کي د وروستيۍ پېښي په هکله د قومي مشرانو او حکومتي چارواکو سره وګوري.

څو ورځي وړاندي په برمل ولسوالۍ کي د افغان پوځي عملياتو په ترڅ کي ۸ تنه ووژل سول، چي د چارواکو په خبره د بهرنيو جنګياليو په ګډون ټول وژل سوي کسان طالبان وه.

خو ځيني راپورونه وايي، چي وژل سوي کسان ولسي وګړي وه.

د همدې پېښي د پلټني لپاره د وزيرو قومي مشرانو غوښتل چي د پکتيا ولايت برمل ولسوالۍ ته ولاړ سي او له نژدې وګوري چي وژل سوي کسان څوک دي.

خو پاکستاني پوځ د قومي مشرانو پولي دې غاړي ته د رااوښتلو مخه ونيول.

د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د اتمانزو او وزیرو سلگونو اوسیدونکو او قومي مشرانو د هرکلي دپاره پرون سرحدي سیمه، د انگورو اډې ته ورغلي وه  او هلته ئې د هغوی هرکلی وکړ.

د وزیرو د قوم مشر، ډاکټر گل عالم د پکتیکا د برمل ولسوالۍ ته د تلو د مخنیوي په چارو کي د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر اخیستل سوي اقدام نیوکه وکړه او وئې ویل چې پښتون قوم یووالی لري او هیڅوک ئې نه سي جلا کولای.

گل عالم وویل د پښتنو لپاره پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غزول ورته د منلو نه دي او په خبره ئې د پښتنو د تگ راتگ په وړاندې رامنځته سوې ستونزي دي هواري سي.

همدا راز د پښتون ژغورنې غورځنگ یا پي ټي اېم مخکښ غړي د ډیورنډ پر کرښه د انگور اډې په سیمه کي رابلل سوي غونډي ته په وینا کي وویل، د پښتنو هغه حقوق چي د پاکستان د حکومت لخوا تر پښو لاندي سوي دي، د افغانستان حکومت دي د ورته اقدام د اخیستلو ډډه وکړي.

پښتنو مشرانو په انګور اډه سيمه کي د پکتيا د اولس سره وکتل او د هغوی سره ئې په ګډه دا اواز بدرګه کړ چي اغزن سيم دوی ته د منلو وړ نه دی.