تېره ورځ د نيوزلنډ په کرایسټچرچ ښار کي د مسلمانانو په دوو مسجدونو کي د جمعې د لمانځه پر مهال يو افراطي عيسوي وګړي پرله پسې ډزي وکړې او د شاوخوا ۴۹ لمونځ کونکو ژوند ئې واخيست.
بريدګر ۲۸ کلن برنټن ټينټ نومېږي او د استراليا اوسېدونکی دی.
په بريد کي د افغانانو په شمول د ګڼو هيوادونو کډوال وژل سوي چي د ډېرو هويت لا تراوسه مالوم نه دی.
په پېښه کي لومړی وژل سوی قرباني شخص يو افغان دی چي شاوخوا څلور لسيزي وړاندي نيوزلنډ ته کډوال سوی وو.
دا پېښه د نړۍ په لراوبر کي غندل سوې او دا يو ترهګريز او کرکجن عمل بلل سوی دی.
بريدګر د پوليسو له لوري نيول سوی او نن سهار محکمې ته وړاندي سو.
د بريدګر ټينټ دوهمه محکمه به د اپريل مياشتي پر ۵ نېټه وسي.
د پيښي په تړاو دوه تنه نور مشکوک کسان هم نيول سوي دي، خو د هغوی هويت تراوسه نه دی څرګند سوي.
د نيوزلنډ لومړۍ وزيري جسيندا اردون وايي چي بريدکونکي پنځه ډوله وسلې د ځان سره لرلې او د وسلو ګرځولو قانوني جواز ئې نه لاره.
نوموړې وايي، چي په هيواد کي به د وسلو ګرځولو قانون اصلاح کړي.
دا پېښه د امريکا، برطانيې، جرمني او فرانسې په ګډون د نړۍ نورو هيوادونو هم غندلې ده او دا ئې يو ترهګريز بريد ګڼلی دی.