د سه شنبې په ورځ مازیګر مهال په غزنې ښار کې سلګونه کسان د مظاهرې په شکل سره راټول شوي وو.
دوی له ځان سره د هغه ۱۲ تنو مړي انتقالول چې د دوی په وینا ولسي خلګ دي چې د دغه ولایت مرکز ته څیرمه د کابل کندهار پر لاره د اندړو ولسوالۍ د لېوانو په کلي کې د بهرنیو ځواکونو د بې بېلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي دي.
دوی وايي: دولت دي پر بهرنیو ځواکونو زور راوړي تر څو ملکي وګړو ته له تلفاتو اړولو څخه ډډه وکړي.
د مظاهرې څو تنو ګډونوالو د مظاهرې پر ځای کې رسنیو ته وویل: دا کسان د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د شېر کلا، عاشقوال، اخوندخېلو او لېوانو کلیو کلیوال خلک دي، چې له یادو کلیو څخه غزني مرکز ته روان وو چې برید ورباندې شوي دی، دغه کسان په یوه فلاینګ کوچ ډوله موټر کې سپاره وو، دوی وايي: په دغه برید کې یوه ښځه او څلور ماشومان هم شامل دي، خو د دې ترڅنګ دغه پېښه شپږ تنه ټپیان هم لري.
د غزني دولتي چارواکو د سه شنبې په ورځ د ورځې په اوږدو کې خبر ورکړی وو چې دا برید پر وسله والو طالبانو شوی دی، چې په ترڅ کې یې درې تنه وسله وال وژل شوی دي.
خو بل لور ته بیا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هغه وخت لا هم رسنیو ته ویلي وو چې دا ولسي کسان دي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې تر دې دوه ورځې وړاندې د غزني په څنګلوري ولایت میدان وردګو کې هم د هوايي برید له امله د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې راپورنه ورکړل شوي وو، خو له دې پرته ډیری وخت نور هم د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې په جګړو کې راګیر ولسي وګړي وژل کیږي.