ليکنه: محمد یوسف صابرساپی
(څه موده پخوا، په فیسبوک کې د ښاغلي عبدالعزیز معارج له خوا ،د کریستینا په نوم د یوې آلمانۍ پروفیسورې یو نظر-پوښتنه خپره شوه،چې ګنې : په خپله پښتنانه د ډیورند د کرښې ساتنه کوي او آن ویلی شي ،چې هغوۍ په خپله منځته راوړې ده،که پښتانه د ډیورند کرښه ونه غواړي،څوک یې یو کال هم بیل نه شي ساتلی.) «ساپی»
د آلمانۍ پروفیسورې کریستینا دا نظرـ پوښتنه،چې که پښتانه خپله وغواړي څوک یې یو کال هم جلا نه شي ساتلی، که د خواخوږي احساس پر بنسټ وګڼو،تر یوې اندازې پورې به د منلو وړ وي،اما د هغې په پوښتنه کې د خواخوږۍ او درد څه څرک نه احساس کیږي.پوښتنه په ظاهر کې درسته او منطقي ښکاري،اما د ډیورند د مسلُې دنننی مضمون او ماهیت په بشپړه توګه ددې په خلاف دی او دا چې هغه ثبوت لري او مطمُینه ده،چې د ډیورنډ کرښه په خپله پښتنو ساتلې ده او حتی پښتنو په خپله منځته راوړې ده،په بشپړه توګه د واقعیت څخه لیرې ده.داسې «ثبوت» په مطمُینه توګه وجود نه لري او نه یې هم سالم عقل منلی شي.د کرښې له نوم څخه ،د لمر په شان روښانه ښکاري،چې دا بیلتون پښتنو نه،بلکې انګریزانو- ډیورند منځته راوړې دی،ړوند هم که یې لیدلی ونه شي،اما احساسولی یې شي،پدې شرط که د احساس کوم بل عنصر یې سالم وي.
ددې ثبوت چې دا کرښه هیڅکله هم پښتنو نده منلې،خورا روښانه او آسانه دی.په افغانستان کې ان ګوډاګي حکومتونواو په لره پښتونخوا کې د ممتاز قشر سیاسي ډلو هم،د ولس له بیرې، د هغې د منلو جر یُت ندی کړی.
ښایي سوال داسې طرحه شي:که نن پنجابي پوځ چې تمویل ، تجهیزاوملاتړ یې د غرب له خوا کیږي،د لعنتي ډیورنډ کرښې له سر لیرې شي،د تورخم او سپین بولدک دروازې به ځای په ځای پاتې شي؟هغه اغزن سیم به غزیدلی پاتې شي؟ یا د بیلتون کوم اثر به ښکاره پاتې شي؟
دا رښتیا ده چې یو شمیر په نامه پښتانه،دقیقاً دوې ډلې «پښتانه» د پښتنو په بیلتون کې ونډه لري:
۱ـ یوه اجیره ډله («ګل خانان»)،چې د خپل اصل اونصب ،ګټې او تاوان څخه هیڅ خبر نه دي.د استعمار له وخته ،د بریتانوي-هند په پوځ کې یو شمیر پښتانه وو،د پاکستان په پوځ کې هم پښتانه شته دي،سرحدي ملیشې هم پښتانه دي ،اما دا ټول اجیران وو او نن هم اجیران دي،دقیقاً د هغې ډرامې د ګل خان څوکي دار په څیر.له همدې کبله یې په پښتنو کې د ګل خانانو لقب ترلاسه کړی دی.
دادی اولس کاله د ناټو پوځونو د حضورپه دوره کې (لکه لس کاله په افغانستان کې د شوروي لښکرو د موجودیت په څیر) د افغانستان ټوله دولتي دستګاه اجیره ده،دا خو پدې معنا نده چې افغانانو خپله خاوره په خپله د خارجیانو په قبضه کې ساتلې ده.
۲ـ د یو ممتاز قشر(Elite) سیاسي او مذهبي مشران ،چې په پښتنو ګډیږي .تریخ واقعیت دی ،چې د ډیورنډ په کرښه د آغزن سیم د کښولو اجاره دارهم نامداره «پښتون» دي.
په ننني افغانستان کې د شمالي ټلوالې سیاسي مشران ،چې د باندینیو تیریو په دوران کې یې بی ساري امتیازونه ترلاسه کړي،د ټولو پښتنو په یووالي خوښ نه دي ،ویریږي چې خپل پوستونه به له لاسه ورکړي.هغوۍ خو هسې پښتانه نه دي،ګیله هم ترې نشته،اما واقعیت دادی چې د پښتنو په یووالي او نیکمرغۍ کې د افغانستان د نورو قومي اقلیتونو عام ولس هم خوشبختي ترلاسه کوي.
پښتانه استعماري جبر سره بیل کړي دي او په زور او نیرنګ سره جلا ساتل کیږي:
۱ـ د ډیورنډ کرښه پر پښتنو باندې په زور تحمیل شوې ده.د پروفیسورې کریستینا دلیل او ثبوت همدا دی،چې «که تاسې ونه غواړۍ،بل څوک تاسې یو کال هم نشي جلا کولی!»
دلیل خو یې په څرګنده توګه د تاریخي حقایقو سره سر نه خوري.درسته خبره داسې ده: که د بیلتون باندنی علت له منځه لاړ شي،په یو کال کې به هر ډول جلا والی ورسره له منځه لاړ شي.د باندني لامل له کبله د واحدو ملتونو د بیلتون مثالونه ،په ژوندي تاریخ کې د لمر په څیر روښانه دي،د هغو له پاره چې خپله بینایي ولري:
ـ ویتنام د ۱۹۵۴م کال څخه تر ۱۹۷۵م کال پورې د خارجي عامل له کبله جلا وُ،کله چې باندنی لامل له منځه لاړ،په یو کال کې سره یوشول؛
ـ کوریا هم همداسې د ۱۹۴۵م کال څخه راپدې خوا ترننه پورې،د باندني عامل له کبله جلا ده؛
ـ ایا دا به تاریخي واقعیت وي که ووایو،چې برلین دیوال په خپله المانیانو جوړ کړی وُ او هغوۍ په خپله یې ساتنه کوله؟
ایا ویتنامیانو،کوریایانو،المانیانو…په خپله غوښتي وو،چې سره بیل او ویشل شوي وي؟
د استعمار کلاسیک فورمول همدا وُ او تر ننه دی : بیل یې کړه،ایل یې کړه ! او تر هغې چې انسان د استعمار غیر انساني مرحلې څخه نه وي تیر شوی،همدغه یې فورمول او وسیله پاتې کیږي.پښتانه د همدغه استعماري فورمول پر بنسټ سره جلا شوي دي.
د کریستینا دلیل دې ته ورته دی،چې ووایو:د لومړۍ نړیوالې جګړې په بایلود ،آلمانیانو په خپله خوښه د «وارسایل تړون » ومانه،هغه تړون چې آلمان ورسره د خپلې خاورې ۷۰۰۰۰ کیلومتره مربع له لاسه ورکړه او د جنګ ۱۳۲میلیارده طلایې مارک تاوان یې وزغمه؛واقعیت څه دی،دا تړون چې په خپل نوبت سره د دویمې نړیوالې جګړې محرک وګرځید،آلمانیانو په خپله ومانه او که پرې تحمیل شو؟
اما د آلماني دولتونو په خلاف ،چې د نړیوالو جګړو د پیلولو په جرم کې یې ونډه لرله،افغانانو هیڅکله هم په بریتانیا تیری ندی کړی،انګریزانو د افغانانو په خاوره تجاوز کړی دی.خو کله چې افغانانو د ځان ساتنې په مسلم انساني حق سره ،د سترې امپراتورۍ غیرانساني تیری په شا تمبولی او په نابرابرو(asymmetric) جګړو کې یې ورته ماتې ورکړي،انګریزي ښکیلاک دغه ماتې ځانته کسر شان ګڼلی،په عقدې سره یې د افغانانو په ضد،په هر ډول غیرانساني توطیو او پټو جګړو لاس پورې کړی دی.دغه تاریخي حقیقت امریکایي پروفیسور آلفرید مککوی داسې بیانوي:
«اروپایي استعمار زیاتره آسیایي هیوادونه په آساني سره اشغال کړل،اما د افغانستان په غرنۍ سیمه کې یې د وړاندې تګ توان ونه موند.سختې اراضي،… قوي جنګیالان،د اروپایي یرغلګرو په ضد د مقدس جهاد اسلامي عقیده،ددغې سیمې اشغال ناممکنه کړی وُ.
بریتانیا …دوه پلا … افغانستان ته ننوتل،اما دواړه ځلي یې سپکونکي ماتې وخوړلې او خورا ډیر تلفات یې وزغمل…
د بریتانوي هند په شمال لودیزو پولو کې استعماري واکمنۍ خورا کمزورې وه.د افغانستان له پولو د پښتني قبایلو دوامداره وژونکي یرغلونو تر فشار لاندې،بریتانیا د ۱۸۴۹ م کال څخه تر ۱۸۹۰م کال پورې ۴۲ ځلي یعنې نژدې هر کال یوه پلا،پدې سیمه لښکرکښي وکړې.بریتانویانو په ۱۸۹۷م کال ګې ۳۰ زره منظم پوځونه د پیښور سیمې ته واستول،چې د ناترسو اپریدیو سره وجنګیږي،اما کوم خاص بری یې ترلاسه نه کړ.پر پښتنو باندې د بري امکاناتو د لاسه ورکولو وروسته ،بریتانویانو په جنایتکارانه جزایي اعمالو لاس پورې کړ،چې په عسکري نظام کې د «قصابي او تیښتې » په نامه یادیدل.پدې معنی چې پوځ د شورشیانو پر کلیو باندې یرغل وروړي،ټول ملکي اوسیدونکي یې چې په لاس ورځي وژني،قصابي کوي یې( to butcher) او بیا په سرعت سره له دوړو بیرته ځان وباسي،تښتي(to bolt) مخکې لدې چې قبایلي جنګیالیان متقابله ضربه واردولی وشي…»
پدې توګه د پښتنو په ټټر د بیلتون کرښه په وینو لت پت ، استعمارې جبر په چال او فریب ،د کاغذ پرمخ،د ولس د ارادې په خلاف،په افغاني واکمنانو تحمیل کړې ده.
۲ـ پښتانه په زور (Hard Power) او نیرنګ (Soft Power) سره جلا ساتل کیږي.
پښتانه د انګریزي سوپر ځواک د زور او جبر سره انګریزي «جنت» ته لاړ نه شول،اما په رضا او پخلاینې سره د استعمار دوزخ ته لاړل،د انګریزي چال او فریب په نتیجه کې ،د خپلې بې خبرۍ او بې وزلۍ په لومو کې بند پاتې شول.
پاکستان ته د انګریزي استعمارپیداوار په توګه،د استعمار ټول میراث ورپاتې شو.پاکستان تر خپل اسارت لاندې د پښتنو ساتلو له پاره د زاړه او نوي ښکیلاک د وسایلو،میتودونو او د تجربو غنی څخه استفاده کړې ده او کوي یې.
پاکستاني پوځ او ISI پښتانه د ترور او دهشت په زور تر خپل واک لاندې ساتلي دي.د صمد خان اڅکزي،بلور…،په سوات او وزیرستان کې په زرګونو زرګونو پښتني أزادي غوښتونکو ترور او وژنه ددې حقیقت څرګندوې دی، تر ډیره یې په ترور او دهشت سره د پښتنو د آزادۍ غږ ټپ کړی وُ.لکه څنګه چې د هر زور اوجبر ( Hard Power) پکارول مقاومت زیږوي،همدغه ډول د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) د پاکستان دولتي ترور په مقابل کې د پښتنو مقاومت دی.
پاکستان د خپل جوړښت څخه را پدی خوا پښتانه د نیرنګ (soft power) په دوو لومو کې بند ساتلي دي:
۱ـ پښتانه یې په خپله جنتي خاوره کې داسې نهر او ناچاره کړي،چې د خپل ځان او کورنۍ ساتلو څو روپو له پاره ،هم د طالبانو لیکو ته او هم د طالبانو ضد جبهې ـاحمد شاه مسعود لښکرو کې جګړو ته تللي دي.
۲ـ پښتانه یې په لوئ لاس په جهل او بې تعلیمي کې ساتلي دي.همدغې بې تعلیمي پر پښتنو باندې دوې ناوړې آغیزې لرلي دي:
ـ د یوې خوا د خپل تاریخ او اصل څخه یې بې خبره پریښي اود ملي شعور ریښې یې ورته په ابتدايي تعلیماتو کې ِغوڅې کړي دي.د لرې پښتونخوا یو پښتون له خولې:د شوروي تیري دمخه،مخکې لدې چې افغانان کوزې پښتونخوا ته راشي،موږ خبر نه وو،چې په افغانستان کې هم پښتانه شته دي.
ـ د بلې خوا د جهل په تورتم کې یې ورته غرضي مد رسې جوړې کړي او خرافات یې په کې ترویج کړی دی.
اوس افغاني ـ پښتني روښانفکرانو د خپل یووالي د حق ترلاسه کولو له پاره مټې بډ وهلي دي:
ـ نړیوالو مرجعو څخه د خپلو حقوقو غوښتنه کوي،اما متل دی ،وایي:چې دعوه دې قاضي سره شي، نوعرض به چاته وکړې! د پښتنو په خاوره د جهاني عدل قاضیانو تجاوز کړی دی،ځکه یې غږ څوک نه اوري.
ـ د پښتون ژغورنې په غورځنګ کې او د رسنیو له لارې د خپل یووالي له پاره په سوله ییزه مبارزه بوخت دي.
ـ ښایي په نژدې وختونو کې د لرو ـ برو افغانانو د پیوستون غورځنګ ،د وخت او حالاتو په تقاضا د وسله والې مبارزې مرحلې ته هم ورسیږي.
د مبارزې د ټولو ډولونو څخه استفاده د بري شرط دی.
د پښتنو د یووالي هڅه ترټولوښه د پښتو په شعر او شاعري کې انعکاس مومي.که کریستینا د پښتو شعر سره اشنایي لرلی او پرې پوهیدلی،که د ملنګ جان غوغا یې اوریدلای او یا یې د تراب ، دانش او بی شمیره نورو پښتني شاعرانو سوله ییز بغاوتونه لیدلای شوی،نو هرګز به یې داسې پوښتنه نه وای طرحه کړې،هلته به یې د پښتنو د یووالي کړیکې رسا اوریدلې وای!
ترننه پورې لودیز د پاکستان په دولت ،د خپل استعماري مخلوق په توګه د ټینګې اتکا له کبله ،د پښتنود یووالی غوښتنه د خپلو ګټو مخالف ګاڼه ،اما اوس اوس په سیمه کې حالات ،د پښتنو د یووالي داعیه د لودیز د ګټو سره هم لوري کوي.
ښکاره ده ،چې لودیزو هیوادونو ته عربي خلیج د منځني ختیز د انرژي زیرمو د انتقال اساسي لار ده.پرون امریکا او ټول لودیز د عربي خلیج په زر کیلومتري کې ،افغانستان ته د شوروي وړاندې راتګ ،لدې بیرې چې شوروي د منځني ختیز نفتي شتمنیو ته ځان نژدې کوي،تحمل کولی ونه شو او په خپل ټول توان سره یې ،د افغانانو په مټ په شا وتمبوه؛ایا نن بیا د پاکستان ـ چین اقتصادي کاریدور د ۵۵ میلیار ډالري پروژې سره، ګوادر بندر ـ د عربي خلیج زړه ته د چین وړاندې تګ زغملی شي؟
پرون شوروي په افغانستان کې د خپل پوځي موجودیت په وخت کې ،د پښتنو د ځپلو سیاست پرمخ نیولی وُ او همدغه پښتني ضد کړنلاره ،د هغوۍ د ماتې اساسي علت وګرځید؛د امریکا متحده ایالتونه هم دادی اولس کاله کیږي،د پاکستان دولت پښتني ضد ستراتیژۍ سره په همغږۍ کې ،همدغه تیروتنه تکراروي،له همدې کبله د خپل ستر پوځ او سترې سرمایې په ټول زور سره بریالیتوب نه شي ترلاسه کولی.
که پرون د امریکا سلف ـبریتانیا د پښتنو پر ملا د ډیورنډ چاړه کیښوده او په ملا يې مات کړل او ترننه پورې د پاکستان پوځ په تمویل او تجهیز سره ،ددې کرښې ساتنه کوي،د پښتنو دښمني یې خپله کړې ده،که نن د امریکا عقل سرته راشي او هیله ده چې راشي،ځکه چې د سرمایه دار عقل خپلو ګټو پورې تړلی دی،د پښتنو بیلتون نور ونه ساتي،د کلونو دښمنۍ سره سره،د پښتنو زړه او دوستي ترلاسه کولای شي.د پښتنو په یووالي سره په سیمه کې یو قوت رامنځته کیږي،چې هلته د پښتنو د دوست د ګټو په خلاف څوک قدم نه شي اخیستلی.له کاشغره تر ګوادره د سترې لوبې بری د هغه چا دی ،چې پښتانه یې خپل کړل.
پدې ډول ،لودیزد کلونیالیزم په دور کې، د خپلو اقتصادي موخو له پاره،پر آسیایي،افریقایي،او امریکایي هیوادونو باندې لښکرکښۍ وکړې،ډیرې خاورې یې ونیولې،د فرهنګ او مدنیت خپرولو تر نامه لاندې یې پر ولسونو ډیر ظلمونه وکړل او واحد ملتونه یې سره جلا کړل.نن هم د استعمار ماهیت تغییر ندی کړی،سره ددې چې شکل او ځای یی بدلون موندلی دی.زیاتره لودیزوال ،آن پوهان یې هم(د یو شمیر بشرپاله متفکرینو لکه آلت فرانس،امانویيل ټود…پرته) د انسانیت له دریځه ،هغه ټولې استعماري ناروایي ګانې نه تقبیح کوي،بلکې د لودیز په پوهې ،زورـځواکمنۍ باندې د ویاړ له دریځه،د خپلو مادي ګټو له موضع ورته ګوري،هغه څه چې نننۍ ښکیلاکګرو ته د ولسونو په لوټولو کې قوت وربخښي.همدغه زموږ د عصرانساني تراژیدي ده.
ښایي په خپلو علمي پوښتنو کې د ښکیلاک جبري ماهیت او د مظلومو ناچارۍ له نظره ونه غورځوو.