
د کندهار د شازلمیانو په نوم د ځوانانو یوه بنسټ له کندهار والي حیات الله حیات سره په پوهني ریاست کي د جدي اقداماتو غوښتنه کړې.
دوی د پوهني په ریاست کي دوامداري ستونزي د کندهار راتلونکي ښوونیز بهیر ته خطر ګڼلی.
د دغه بنسټ غړیو د آزادي سیالۍ له لاري د بریالي سوي رئيس د ژر تر ژر معرفي کېدو، له ښځينه ښوونځيو څخه د نارینو امرینو لیري کولو، په ولسوالیو کي د خیالي ښوونځيو د سم فعالولو او د ازاد رقابت له لاري د راغلیو کسانو په دنده ګمارلو غوښتني وکړې.

خو یوې سرچینې ویلي، چي کندهار والي د پوهني ریاست په ګډون په یو شمېر نورو ریاستونو کي د بدلون واک نه لري.
دا صلاحیت هغه توافق پرمهال ورڅخه واخیستل سو، چي کندهار کي یې یو شمېر کسان پر ضد ودرېدل.
صديق الله افغان
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه