کور / سياسي / پاکستان که نړۍ ته غوږ نه نيسي برباد به سي

پاکستان که نړۍ ته غوږ نه نيسي برباد به سي

“پاکستان له پکار دي چي له ترهګرو ځان خلاص کړي کنه ډيره تباهي او بربادي به وويني”
بهروز خان

په کراچۍ د هند ممکنه حمله او د سمندر قبضه اخستل او يا د پاکستان سمندري لارې تړل او يا د خطر سره د مخ کېدلو په سوب به د پاکستان د نورې نړۍ سره سمندري اړيکې پرې کړي او د تګ راتګ لارې به يې وتړل شي.
د پاکستان د وچې لارې به د چين، ايران او افغانستان سره پاتې وي خو چين به د هند او پاکستان په جنګ کې تر کومه حده د پاکستان سره لاړ شي؟ هند د چين ګاون‌‌‌‌‌‌ډي او تر ټولو لوی مارکيټ دی. ايران او افغانستان به ورته په کومو شرطونو خپلې لارې پرانيزي؟ تېره ورځ د هند د خارجه چارو وزيرې سشما سواراج او د افغانستان د دفاع وزير اسدالله خالد هم په هند کې ليدلي او هند افغانستان ته ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړی چې د افغانستان د هر قسمه مرستو ته تيار دی.
ايران چې بيا د بندېزونو سره مخ دی، د هند سره فراخه مارکيت او دوستي لري او په پاکستان د ترهګرو د پاللو تورونه هم لګوي، نه ښکاري چې د هند په بدله پاکستان واخلي.
افغانستان خو د پاکستان نه په اور کې ولاړ دی او کله چې انګرېز افغانستان د سمندر نه لرې کولو نو اول ګزار يې د کراچۍ نه واخله تر ټول بلوچ وطن په نيولو وکړو.
جنګ به پاکستان په ګو‌‌‌‌‌‌ډو کېنوي او پاکستان له پکار دي چې نړيوال غبرګون ته غوږ ونيسي او د ترهګرو نه ځان خلاص کړي ګني نو ترهګر رياست به وګرځي او ‌‌‌‌‌‌ډېره تباهي او بربادي به وويني.