اکبر کرگر
په ساده ژبه دروغ څه شى دى ؟ يعنې هغه څه چې رښتيا نه دي . يعني هغه څه چې نه واقعيت لري اونه حقيقت . حقيقت دواقعيت سم سيده اخذ دى ۔ يا دواقعيت دقيق پوهاوى دى .
خو دروغ ددې تعريف مخالف جهت دى . لاپي او دروغ هم لکه پير اومريد ۔ دوه ورونه او موازې خطونه داسې دي .
دروغ داخلاقو پورې اړه لري ۔ په اخلاقي سيستمونو کې له ارسطو نه تر نيتچه پورې فضيلت يو مهم اصل دى ۔ په فصيلت کې رښتا ، صداقت ، زړورتيا ، مرسته اولاس نيوي او نار اونور شامل دي ۔ دروغ ددې فضيلت لوي دوښمن دى .
خو اروايي دونيا کې دروغ دانسان دسيورې حيثيت لري دسيورې دمثبت اړخ نه که تېر شو نو په منفي لورې کې دانسان اپوټه اونادرسته څيرې استازيتوب کوي ۔ دوه عمده سر چينې لرې .
دروغ هغه څوک وايي چې يو ارواېې کمښت په خپل روان کې لرې يعنې دناستو کسانو ، دملګرو دوستانو ، چم ګاونډ اونورو کسانو نه چې ورسره رابطه لري ځان کم احساس کړي ۔ نو دروانې اڼډول دجوړېدو له پاره دروغ واې چې ځان له مقابل لور کم را نه ولي .
يا دکمښت احساس له منځه يوسي ۔ نو دروغو ته مخه کوي ۔ دروغ ژر رسوا کيږي ۔ بله سر چينه چې له لومړى سره تړاو لري هغه داده چې ځيني کسان په نارسيسيزم اخته وي يعني په ځان عاشق وي دا کاذب عشق له ځانه سره هغه دې ته رابولي چې بايد باټې ووهي ۔ دې باټو اولاپو ته په ښارې چاپيريال کې ښکره ور دروغ اوپهکليواله ساحه کې چې ما اورېدلي دي دروغجن ته لکي دروغجن وايه شي. دماکياول په درسونو کي يو دا هم دى چې له نامشروعو لارو هدف ته ځان رسول دي . خو په نورو اخلاقي سيستمونو کې وايي چې نامشروع لارې دهدف رښتينواله نه توجيه کوي ۔
که خبري لنډي کړو دروغجن انسان ديو لوى وسوسې خاوند هم وي ۔ له نورو ځان کم احساسوي ۔ هغه فکر کوي چې نور خلک احمقان دي اودهغه په دروغو نه پوهيږي ۔ خو په واقعيت کې ددې تصور لرونکي پخپله دعقل په کمښت اخته وي ۔
خپل نظر راسره شريک کړئ
م ا ۔ک