ليکنه: مجید ژړاند
دا د هر افغان مسوولیت دی، چې د لروبر د یووالي او امن لپاره مبارزه وکړي، تر څو ددغه مبارزې فکري ملګری جوړ شي.
افغان سوله د لوی افغانستان له شتون سره تړلې ده، د پنجابي جنرلانو دا خبرې د بحث وړ کېدلی شي، چې په خبره یې طالبان دوی د خبرو مېز ته کېنول، نو کله چې پنجابي جنرالان په ځغرده طالبان د ځان غیر مستقیم ځواک بولي، نو دا له شکه پرته ویلی شو، چې په قطر کې د سولې شویو خبرو کې به طالبانو د پاکستان پر ګټو چنې وهلې وي.
له بله لوري پنجابي یرغلګر په ډیورنډ فرضي کرښه سیمونه غځوي او لا یې هم لړۍ روانه ده.
افغان ولس که څه هم په سیمونو بېلېدلی نه شي، خو دغه اندېښنه ضرور لري، چې ولې په داسې حساس پړاو کې د سولې خبرو ته هیلې پیدا شوې دي، دې خبرو مخکې ولې نتېجه نه ورکوله؟
ښايي دوه لاملونه ولري، لومړی دا چې پنجابۍ مېډیا غواړي، د سولې روانو خبرو ته کاذب پوښښ ورکړي او په دې سره محکوم افغانستان کې د پنجابي ریاست پر ضد د پښتون ژغورنې غورځنګ پیل شوی حرکت زیانمن او له بله لوري پاکستان د طالبانو پر وسیله امریکا ته دا پیغام ورسوي، چې افغانستان د پښتون ژغورنې غورځنګ له ملاتړ څخه لاس واخلي.
دا چې په محکوم افغانستان کې د پنجابي ریاست پر ضد د پښتون ژغورنې غورځنګ کلیزه پوره کېدونکې ده او په ازاد افغانستان کې له پراخ ولسي ملاتړ څخه برخورداره دی، پنجاب دې چارې وارخطا کړی اوس د اوبو ځګ ته لاس اچوي او دا اندېښنه ورسره مله ده، چې د پنجاب پر ضد پیل شوی حرکت به د پنجاب د نابودۍ لامل شي.
د لوی افغانستان هر وګړی د سولې خبرو ته خوشبین دی، خو د داسې سولې غوښتونکی دی، چې له امو تر اباسینه ټول افغان ولس په یوه جغرافیه کې د امن ژوند ولري.
موږ پر عدم تشدد باور لرو او که یوه ورځ مخکې هم د ټوپک ډز بندېږي، نو د یو افغان د ژغورنې لامل ګرځي