دا اټکل ډير گران شوى دى چې د افغانستان حالات کومې خوا درومي خو يو څه ډير روښانه دي او هغه دا چې بې باوري مخ په زياتېدو ده او د حالاتو د ښه کېدو هيله په نژدې وختونو کې نه کيږي .
د کابل يا د افغانستان د کوم بل ښار په واټونو کې له افغان دولت څخه د خلکو خوابدي ددوى په هغو خبرو کې څرگنده شي چې کله د خپلو ستونزو پر بيانولو خولې پرانيزي .
دوى په دولت کې ډيريدونکى اداري فساد ،د کارونو ځنډول، د قوانينو ماتول او له مراجعينو سره د ناوړه چلند په څير مسالې د بيلگو په توگه يادوي .
دې خلکو د افغانستان د پخواني لوى څارنوال عبدالجبار ثابت د هغو منډو ترړو ملاتړ کاو چې د هيواد په دولتي ادارو کې يې د فساد د مخنيوي لپاره پيل کړي دي .
د کندوز په ښار کې يو ځاى اوسيدونکي چې نوم يې محمد حسن راوښود همدې ټکو ته اشاره وکړه او ويويل چې يادې شوې ستونزې د ولاياتو په اداري واحدونو کې د اوبو په څير جوت دي .
ده، دا داسې تيروتنې وبللې چې ددولت او ولس ترمنځ واټن ډيروي .
د افغانستان شمالي ولايتونه ظاهرا د هيواد د سوېل په پرتله ارامه ښکاري او د وسله والو طالبانو د بريدونو گواښ په کې کم دى . خو دغلته هم كله ناكله ځانمرګي بريدونه كيږي .
نړيوالې خيريه ټولنې ځانونه خوندي نه احساسوي او څو څو ځلې يې كاروانونه د واټ دغاړې د بمي بريدونو هدف ګرځيدلي دي .
خو کله چې د سيمې له يو کروندگر ، شپانه او يا يو عادي وگړي څخه وپوښتل شي چې په تيرو اوو کلونو کې يې په ژوند کې پرمختگ څه دى ؟
نو سم لاسي يې خوله دچارواکو پرغندلو پرانيستل شي او شکايت کوي چې ولس ته د ژوند د ښه کولو لپاره وخت نه دى ورکړل شوى .
ډير خلك وايي چې د ولسمشرۍ لپاره يې د تيرو ټول ټاکنو پر وخت حامد کرزي ته رايه ورکړې ده .
يوسړي چې د كابل په شمال كې د جومات په انگړ کې د مازيگر له لمانځه وروسته داوسنيو چارواکو نيمگړتياوې روښانه کولې نو نژدې ټولو ولاړو لمونځ کونکو ( د رښتيا وايې ) په ويلو سره د هغه د نيوکو پخلى کاو .
دوى دچارواکو په وړاندې په جومات کې کومه غونډه نه وه نيولې بلکې له لمانځه وروسته يې له يو بل سره د زړه خواله کول خو داسې ښکاريده چې د ټولو زړونه له غوصې ډک دي .
٣٨ کلن حميدالله ددوى ترمنځ يو مخور سړى ښکاريده . ده اوږدې خبرې کولې اودگوتو په قتولو سره يې د حامد کرزي په دولت کې شته نيمگړتياوې او د خپلې خوابدۍ لاملونه يو يو وشميرل .
ده وويل چې په دولتي ادارو کې ډيرى دولتي مامورين د سپين کاغذ خالي کرښه له پيسو پرته نه کاږي .
ده دولت پړ وباله چې د بې روزگارۍ د مخنيوي لپاره يي د تيرو اوو کلونو په اوږدو کې هيڅ هم نه دي کړي او ټول پام يې پوځي مسالو ته اړولى دى .
د طالبانو له ماتې وروسته چې کله خلک د بيارغاونې په اړه شوې مليونو ډالره مرستې په دې ډگر کې له شو کارونو سره پرتله کوي نو د کابل کندهار ، کابل دوشي ،شير خان بندر پلخمري ، کابل طورخم لويو لارو جوړونه او د ځينې دولتي ودانيو او ښونځيو بيارغاونه په کې ورکه شي .
هغه ډاډ چې پخوا به دوه كاله وړاندې به خلك له يو ولايت بل ته د مځكې له لارې تلل هغه هم اوس پاىته رسىدلى دى .
په لويو لارو کې نوي روزل شوي افغان پوليس ليدل کيږي خو څوک د لارو په اوږدو کې د نااټکل شو غلا غديو ، ناڅاپي وسله والو بريدونو او تښتونو د رامنځته کيدو تظمين نشي ورکولى .
افغانستان د ديرشو کلونو راهيسې د جگړې او تاوتريخوالي ډگر پاتې شوى دى .
دغو جگړو نه يوازې د هيواد بيلابيل بنسټونه ويجاړ کړي دي بلکې د ډيرى افغانانو ژوند يي هم د خوارۍ او بې وزلۍ پولو ته رسولى دى .
سياسي شنونکى پوهنمل اسماعيل يون په يوه مرکه کې وويل ، د پخواني شوروي د پوځ د يرغل په لړ کې ٩٦ مليونه ډالر روسانو د افغانستان پر ويجاړولو لگولي دي او ٦٣ مليونه ډالر هغو مجاهدينو چې د امريکا د متحدو ايالاتو په مرسته په افغانستان کې د روسيې د يرغل په وړاندې جنگيدل د جهاد او مقاومت په بدل كې اخيستي دي .
دده په وينا ددغې جگړې د ويجاړيو بيارغاونه ډير کلونه او ډيرې پيسې غواړي .
له بلې خوا وسله والو طالبانو هم خپل بريدونه ډير کړي دي . راپورونه وايې چې عرب او ازبک جنگيالي هم ددوى په ډله کې شته دي .
د تير كال په اوږدو كې د بشري حقونو د څار ټولنې او د بښنې نړيوالې ټولنې امنسټي اېنټر نيشنل ددوه جلا جلا راپورونو په خپرولو سره وسله وال طالبان د تښتونو ، د سر د غوڅولو او د ځانمرگو بريدونو له لارې د بشر پر ضد پر جنايتونو او د افغان ملکي وگړو پر وژلو او ټپي کولو پړه وبلل .
د طالبانو يو وياند هم د بښنې نړيوالې ټولنې ته په يوه مرکه کې ويلي دي چې دوى د امريکايي سرتيرو او هغه چا ترمنځ توپير نه ويني چې په افغانستان کې د نړيوال پوځ مرسته کوي .
خو دا يوازې وسله وال طالبان هم نه دي چې په افغانستان کې د ثبات د له منځه وړلو هڅې کوي بلکې د نشيي توکو د قاچاق کونکو او سوداگرو گواښ له هر بل خطرڅخه ډير بد دى .
افغانستان هر کال د نړۍ په کچه تر گردو ډير نشيي توکي توليدوي .
اروپايې هيوادونو چارواکي وايي چې هيوادونه ته يي ډير نشيي توکي له افغانستان څخه ورځي .
د برتانيا حکومت وايي چې د هيواد په بازارونو کې يي د خرڅيدونکو نشيي توکو ٩٠ فيصده له افغانستان څخه ورځي .
خپله افغان حکومت وايي چې د نشيي توکو له ناقانونه عايداتو اود قاچاق کونکو له فعاليت څخه طالبان گټه اخلي .
په کليوالو سيمو کې د مليشو يو شمير پخواني قوماندانان چې له دندو گوښه شوي او ظاهرا په کورونو ناست دي هم د نشيي توکو په قاچاق کې ښکيل بلل کيږي .
دغه ډله خلک هم خپل خىر په ناامنۍ کې ويني او دا هغه څه دي چې وسله وال طالبان هم ورپسې گرځي .
افغان دولت وايي په افغانستان کې د نا امنۍ تر شا د گاونډي پاکستان لاس دى خو پاکستان دغه تورونه بيا بيا رد کړي دي .
په تيرو مياشتو كې د امريکا چارواکو اعلان وکړ چې د افغانستان په سوېل کې يې له وسله والو طالبانوڅخه په ايران کې جوړې شوې وسلې نيولي دي .
له دې وړاندي د افغانانو ترمنځ داسې اوازې وي چې ايران په افغانستان کې له هغو جنگياليو سره مرسته کوي چې په دې هيواد کې د امريکا او د هغې د ټلوالې د ځواکونو په وړاندې جنگيږي .
خو دې خبرو ته د ايران حکومت د يو تور په سترگه گوري او په کلکه يې رد کړي دي .
خو په دې كې شك نشته چې ايران په افغانستان كې د متحدو ايالاتو د دريځ د كمزوري كولو لپاره هر ډول لاره كاروي .