شعر: پیېر دو رونسار (Pierre de Ronsard 1524-1585)
ژباړه: نجیب منلی
ښکلوکې راشه
ګلاب ته ورشو
سهار یې لمر ته
خپلې سرې ختې
وې غوړولې
چې مازیګر خو به یې
جامې شلېدلې نه وي
ها ښکلی رنګ یې
چې بېخي تا غوندې و
چېرته الوتی نه وي
###
ښکلوکې ګوره
چې څومره ژر یې
خپل ښایستونه
پر ځمکه تل کړل
دا طبیعت هم
میرنۍ مور ده
یو ښکلی ګل چې
تر مازیګره
لا نه پایېږي
###
ښکلوکې راشه
یوه خبره
له ما هم واوره
څو دې ښکلا ته
سترګې برېښېږي
له پېغلتوبه
خوندونه واخله
لکه دا ګل یې
چې تار په تار کړ
زړښت به راشي
تا به هم واخلي