مجید ژړاند
زه یې د مینې پوروړی او د مبارزې ملګری یم، ژوند خوږ دی، ژوند ښکلی دی، خو چې ښکلي او دردمن ملګري ومومې، د ښې او بدې ورځې ملګرتیا پاللی شي، د تور او سپین له دایرو راوتلی وي.
همدا ملګري دي، چې موږ یې په مینه، خلوص او رښتینولي ویاړو.
مبارزه مو د ځان او قوم له حدودو راوتلې او پر دې باوري یوو، چې هر افغان ددې خاورې اصلي بچی دی، موږ د ژبې او قومیت حدود مات کړي دي.
د تېر تاریخي برم د بیا تر لاسه کولو لپاره هلې ځلې کوو، د محکوم افغانستان د ازادۍ فکري مبارزه به روانه وي، د خدای بښلي باچاخان لاره به تعقیبوو، د خان شهید مبارزه به جاري ساتو.
د لروبر د یووالي مبارزه له ورځې بلې ته حساس پړاو ته داخلیږي، دښمن ددغه حرکتونو د مخنیوي په موخه هرې نادودې ته لاس واچول، خو د ښکر ګټلو لپاره یې غوږونه هم وبایلل.
له امو تر اباسینه تاریخي افغانستان د ټولو پرګنو کور دی، له پامیره تر مارګلې پورې زموږ خاوره ده، خو زموږ پر مریو د بېلتون چاړه ايښودل شوې ده.
اوس ددې وخت راغلی دی، چې د خپل یووالي هڅې لا ګړندۍ کړو، پاکستان د تجزیې وخت رارسېدلی دی، د هغه اور ور مخه شوې ده، چې کلونه وړاندې یې موږ پرې سېځلي و، نن مو د تاریخي افغانستان د جوړېدو په لومړیتوبونو بحث روان دی، فکري او مبارز ملګري د اسعد اباد په ښار کې راټول شوی دي، د فکر ملګري د لروبر د یو موټیتوب لومړیتوبونه په ګوته کوي، د مبارزې په مخ کې ايښودل شوې موانع له مخې پورته کوو، موږ دښمن ته هم مرګ نه غواړو او په عدم تشدد باوري یوو، موږ د فکر خورولو او د ملګرو د انسجام هڅې کوو، تر څو په یوه لوی قوت بدل شو او د منزل تر بلۍ ورسېږو.