حسن حکیمي
د یوه هېواد آبادي او بربادي ددغه هېواد د اولسونو ګډ حاصل دی. د نړۍ د سترو سترو هېوادونو د پرمختګ او ښېرازۍ لامل د اولسونو یووالی او له دولتونو څخه یې د خلکو په کلک ملاتړ کي نغښتی دی،
ددې ډول پر مخ تللو هېوادونو فرد،فرد د خپل اولس دښېرازۍ او هېواد د ابادۍ په موخه د ملت ګټو ته تر خپلو ګټو څو چنده اهمیت ورکوي.
که چیري موږ تر فردي ګټو لږ هم ملي ګټو ته برتریت ورکړو نو دا زموږ د هېواد پر روان بحران سالمه اغېزه درلودلای سي.
که موږ دې ته متوجې سو چي په ملي ګټو کي زموږ د هېواد د هر فرد حقوق او ژوند خوندي کيږي نو همدا رنګه موږ هم له دغو ګټو څخه بېرته په پرېمانه توګه برخمن کېدای سو او زموږ نسلونه،نسلونه به هم ځيني برخمن وي.
پر ملي ګټو تمرکز د يوه هېواد دټولو اولسونو روښان،هوسا او ودان ژوند تضمینوي.
نسلونه که پر ملي روحیه ژمن وروزل سي نو زموږ د هېواد پر سمون،رغښت،جوړښت او پرمختګ ښه زېرئ کولای سي.
نو په کار ده چي زموږ اولسونه د خپل هېواد د آبادۍ او ښېرازۍ په موخه خپلي هڅي ونه سپموي او د فردي ګټو تر څنګ ملي ګټي هم په نظر کي ونیسي تر څو هېواد مو آباد او اولس مو آرام هوسا او خوشحال ژوند په ډاډه زړه ترسره کړي.