
یووشتمه پیړۍ د تصوف په هنداره کې
نړیوال سیمینار
د روښاني غورځنګ دنامتو عارف اولارښود ارزاني خویشکي د عرفاني خانقاه له خوا نړیوال علمي سیمینار د هندوستان په نامتو ښارکالکاته (کلکته ) کې د سلګونو لیکوالو ، د پوهنتونو د استادانو ، صوفیانو او فرهنګیانو په ګډون چې په هغه کې د ایران او افغانستان لیکوالو او استادانو هم ګډون کړی و په پرتمینو مراسمو سره جوړ اوهند د کلکتې ښار دساینسي علومو د انستیتوت په ادیتوریم کې پرانیستل شو ، ددغه سیمنارتنظیم کونکی د پټنې ښارته څیرمه د آره سیمې پوهنتون د اردو ژبې استاد اود روښاني عارف حضرت ارزاني خویشکی د خانقاه سرپرست پروفیسور شاه حسین احمد او په کلکته کې د روښاني عارف اوشاعر حضرت ارزاني خویشکي د طریقت یاران وو .

د روښانی عارف اود پښتوژبې د لومړي دیوان لرونکي شاعر اوعارف د خانقاه مشر حسین احمد نن سبا د هندوستان دعرفاني طریفت له نومیالی لارښوونکو څخه دی چې د روښاني تعلیماتو اوتصوفی افکارو په رڼاکې د زرګونو ارادتمندانو عرفاني لارښونه کوي . دده په نوښت دا په هندوستان کې لومړني علمي سیمینارو چې پوهانو ، عارفانو او د هند د بیلابیلو طریقو مشرانو او اراتمندانو په کې ګډون کړی و.

د دغه علمي سیمینار پرانیستونکي غونډه د پاک قرآن له تلاوته وروسته د افغانستان د پيژندل شوي لیکوال او دنهرو پوهنتون استاد پروفیسورعبدالخالق رشید په پرانیستونکي وینا سره پرانیستل شوه ، استاد رشید په خپله وینا کې په یووشتمه پیړۍ کې د تصوف پراهمیت او ضرورت او په نړۍ کې دګډ ژوند د تامین اوبشري سولې په اړوند خبرې پیل کړې اوخوښي یې څرګنده کړه چې د سولې ، ورورګلوۍ دغه پیاوړی پیغام د روښاني غورځنګ له نامه او ادرسه د نړۍ اوسیمې پرلور خپریږي.

روښانیانو تل د حق اوحقیقت غږ پورته کړی و اوپه خپل وخت کې یې ظلم او تیرې په وړاندې عرفانی او عملي مبارزه کړې ده . له ایران څخه راغلي میلمه داکتر احسان الله شکراللهی هم دموضوع په اړوند خبرې وکړې اود نړۍ په دغه حساس وخت کې یې د ارزان شاهي عرفانی پلویانو او پیروانو د غه ابتکار وستایه او په ډاګه یي کړه چې د بشریت د خوندی ساتنی اوسوله ییز ژوند په خاطر دداسې یوه اوچت غږ پورته کول دمظلومو ملتونو په ګټه دی . د هندوستان د داردو ژبې تقویی دملي کمیسون مشر داکترعقیل احمد ، د ګیا پوهنتون استاد حسن الحق ، په بنګال کې د قادریی او چشتیه طریقو مشرانو استاد قادری ، او نیرمیا او په نهرو پوهنتون کې دپښتو ژبې استاد ډاکتر محمد انور خیري په وارسره د په پرانیستونکې غونډه کې خبرې وکړې چې دوی ټولو دحضرت ارزاني خویشکی د عرفانی خانقاه ددغه نوښت ستاینه او قدردانی وکړ.

ددغه سیمینار دعلمی غونډه په ترڅ کې پر تصوف ، په اوسنیو حالاتو کې دبشریت د ستونزې دحل یوازنې کیلی، د روښاني طریقت په اهمیت ، د حضرت ارزاني خویشکي په ژوند اوافکارو ، په بنګال کې د روښانی طریق په پراختیا ، په اوسني وخت کې تصوف د یوې معنوی اړتیا په توګه او لسګونې نورې مقالې چې په هغوکې د عرفان معنویت او طریقت ونډه له اهمیته ډکه بلل شوې وه دهندوسنان له بیلابیلو پوهنتونو څخه د راغلو پروفیسورانو، ډاکترانو اود تصوف پوهانو له خوا علمي مقالې چې شمیریې تر (۷۰ ) تنه پوهانو پورې رسیده د دوو ورځو په اوږدو کې وویلې ، ددغه دوه ورځني سیمینار دپایلی غونډه ، دکلکتې ښار د ایران ټولنې د غونډو په تالارکې جوړشوه چې د پوهانو او عارفانو له خوا مثبته وازول شوه .

په هرصورت ،له هندوستان څخه دبښتانه عارف د عرفاني مزار د سرپرستانو او وارثانو له خوا دداسې یوه نړیوال غږ پورته کیدل په خپل ذات کې د انسان او انسانیت په وړاندې د مسوولیت غږ و چې دهند پوهانو یې پراهمیت باندې باوردرلود ، دریغه وړخو داوه چې داډول یو انساني غږ د بایزید روښان او ارزاني خویشکی له ټاټوبی څخه ، له هغه هیواد څخه چې ځانونه دتظاهر په جامه کې د ددغه سترعرفاني غورځنګ وارثین بولي پورته شوی وای ، ځکه دوی خو دغه غورځنګ دخپل تاریخ برخه بولي . ښه شو چې داډول غږ د دوی پرځای له نورو هیوادواو بشر دوستو انسانانو له خوا پورته شو . په هند کې پوهانو داهم ویل چې « د افغانستان واکمنان اوفرهنګی مسوولین علمي سیمنارونه د سیاسی مصلحتو او غرضواو فردي خوش خدمتیو پرلامل دجګړه مارو اوبشرپالو ارادوضد کسانو د خوشالولو په خاطرجوړوی ، خو موږ به دهغوی بر خلاف دمعنویت اوپاک الله د بندګانو د ستونزو دحل په خاطردا ډول علمی اونړیوال سیمینارونه یوازې د انساني بساینی او صلح کل دهدف اومقصد په خاطرجوړوو» .
د روښاني طریقت د سجاده نشین په خبره :
« پریږدئ چې موږ دبشري معنویت په نامه دنړۍ دتاریخ دلانجمنۍ پیړۍ په زړه کې له روښاني ادرسه دتصوف په ونډه او معنوي پیاوړتیا باندې بشریت خبرکړو !!
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه