م . س
د ولسي جرګې ټاکنې تر سره شوې، خو په کوم ډول چې ټاکنیزو کمېسیونونو لاپې وهلې، هغه ډول نه وې.
په څو مواردو کې مشخصې سرغړونې او بې نظمي تر سره شوې.
ځینې محلونه ان تر غرمې بند وو.
ځینو محلونواو ولایتونو ته د نورو محلونو او ولایتونو رایې پاڼې انتقال شوې وې.
بایومتریک سیستم هم ځینو ساحو کې سم کار نه کاوه.
ادعا وشوه چې ځینو مرکزونو کې د رایو ورکولو صندوقونه له مخکې ډک شوي وو.
مخکې تر دې ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د افغانستان ملاتړکوونکو هېوادونو او سازمانونو له افغانانو غوښتي وو چې د رایو ورکولو بهیر کې ونډه واخلي او خپل برخلیک وټاکي.
د ولسي جرګې ټاکنې افغان حکومت په ځانګړې توګه ټاکنیزو کمېسیونونو ته لویه آزموینه وه، خلکو تمه درلوده چې ټاکنې لږ ښې تر سره شوې وای، خو هسې ونه شول او زیاترو محلونو کې بې نظمي له حده ډېره وه.
د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار له دندې د استعفعا یو لوی عامل همدا ټاکنې او ټاکنو پورې اړوند مسایل وو. حنیف اتمر خپلې استعفا پاڼه کې ویلي و چې د ټاکنیز بهیر د ښه والي لپاره یې مشخص او څرګند وړاندیزونه درلودل چې عملي نه شول. له شک پرته چې ټاکنې یو ملي بهیر دی، خو د دې بهیر غلط لور ته بیول، په غلطو لارو تلل، او غلطې پرېکړې نه یواځې دا ملي بهیر بلکې ټول نظام ګواښي. د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار دا ټاکنې د ماشومانو لوبه بللې او طالبانو هم ګواښ کړی چې خلک دې د رایو ورکولو مرکزونو ته نه ورځي ځکه د دوي تر حملو لاندې دي. که په ټاکنو کمېسیون کې ډېر کار شوی وای، او هر څه په خپل وخت سره تر سره شوي وای، دا به د نظام ټینګښت لپاره لوی کار وای. خلکو تمه درلوده چې ټاکنې په ښه ډول تر سره شوې وای.
پښتو کې یو متل دی چې وایي پکه دا دې لا بله سپکه.
دغه متل د ټاکنیزو کمېسیونونو په ځانګړې توګه د ټاکنو خپلواک کمېسیون لپاره صدق کوي، که د ټاکنو کمېسیون لږ هڅه کړې وای، اوس به دومره بې نظمي نه وه موجوده، په هر حال اوس اوبه له وړخه تېرې دي او د رڼو ټاکنو د تر سره کېدو چانس زیان لیدلی، په ټولو کې باید اوس تمرکز په دې وشي چې دغه ټاکنې باید څه ډول پای ته ورسيږي. هر افغان د رایو ورکولو حق لري، او ټاکنیزو مرکزونو ته په خپل وخت سره د ټاکنیزو توکو نه انتقال لوی ناورین دی، خلک تمه لري چې ټاکنې ښې تر سره شي، دا ډېره ساده خبره وه، ځکه دا د ولسي جرګې درېیمې ټاکنې وې، او په کار وه چې د نورو ټاکنو ستونزې په پام کې نیول شوې وای. د ولسي جرګې ټاکنې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره لومړنی ګام دی، که دا ټاکنې ښې تر سره شوې وای، د ولسمشرۍ ټاکنې به هم ښې وای، اوس باید په دې تمرکز وشي چې دې ټاکنو کې د ممکنه لویو درغلیو مخنیوی وشي.
د ولسي جرګې ټاکنې په دوه دېرشو ولایتونو کې تر سره شوې، په غزني کې ټاکنې نه کیږي، او په کندهار کې هم د وروستۍ پېښې په دلیل چې په کې د پولیسو قومندان او د ملي امنیت رییس ژوند له لاسه ورکړ، ټاکنې یوه اوونۍ وځنډېدې. اوس د ټولو خلکو تمه دا ده چې د رایو ورکولو بهیر کې رایه ورکوونکي له خپل حق بې برخې نه شي، ټول غواړي چې رایې وکاروي، خو دوي د رایو ورکولو له حقه بې برخې کول لویه جفا ده، ولسمشر غني ته په کار ده چې دا موضوع په هر اړخیز ډول تر څار لاندې ولري، د حنیف اتمر وړاندیزونه او غوښتنې باید اورېدل شوې وای، څو دغه ستونزه نه وای را ولاړه شوې.
افغانان د لوبې حوصلې او زغم خاوندان دي، دوي نه غواړي چې برخلیک یې په درغلیو وټاکل شي.
افغانان هم لکه د نورې نړۍ خلک غواړي ښه زعیم او پارلمان ولري، د دوي دا حق دې ورکړل شي، د ملي یووالي حکومت په ځانګړې توګه ولسمشر غني ته په کار ده چې دغه موضوع په جدي ډول وڅیړي. د وظیفوي غلفت خبره نه ده، دا څرنګه امکان لري چې د بامیان رای پاڼې دې هرات ته او د کوچیانو رایې پاڼې دې نورو مرکزونو ته انتقال شي، دا هر څه په لوی لاس وران شوي، په کار ده چې مرتکبین یې پیدا او په سزا ورسول شي، که داسې ونه شي، خلک به له حکومت نور واټن واخلي او پایله یې بیا په ښکاره ډول چې خطرناکه ده.
پای