پرون په کندهار ولايت کي د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د اګرانومي په برخه کي د ماسټرۍ په کچه له زده کړو فارغ سول.
ياد فارغين په زراعت کي د اګرانومي رشتې د دویمي دورې فارغین دي، چي د یکشنبې په ورځ ورته په دغه پوهنتون کي د فراغت مراسم نیول سوي وه .
په غونډه کي د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب، د انستو( د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون ) او کندهار پوهنتون رئیسانو، دهندوستان جنرال کونسل، دهمدې پوهنتون استادانو، فارغینو او محصلینو برخه اخیستې وه .
په دغه فراغت غونډه کي د یاد پوهنتون رئیس دوکتور خان محمد احمدزي وویل : ۱۸ تنه ځوان کادرونه يې د اګرانومۍ په برخه کي روزلي او هغوئ هوډ کړی، چي د زراعت په برخه کي به هیواد او خلکو ته خدمت کوي، د هغه په خبره دغه پوهنتون په کال ( ۱۳۹۲ ) کي د هندوستان په مالي همکارۍ جوړ سوی او دامهال پکښي څلور رشتې فعاله دي .
د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب په دغه فراغت غوڼده کي د ولایتي اداری په استازیتوب ګډون کړی وو، لومړی يې فارغینو ته مبارکي وویل او له هغوی څخه ئې وغوښتل، چي د زراعت دپیاوړتیا لپاره په راتلونکي کي زیاتي هلي ځلي وکړي .
هغه وویل : که د دغه پوهنتون فارغین او استادان د زراعت ریاست سره په همکارۍ د کرونده ګرو د پوهاوي او زراعتي ستونزو د حل په موخه کار وکړي د سیمي زراعت به پیاوړي او د خلکو اقتصاد به وده وکړي .
ښاغلي منیب د هند له دوامداره همکاريو مننه وکړه او ترڅنګ يې د ولایتي ادارې له اړخه اړوند مسؤلینو ته د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ .
د کندهار پوهنتون رئیس حضرت میر توتاخیل بیا وویل : کندهار یو زراعتي ولایت دی او له فارغینو ئې وغوښتل، چي د همدې لاري دي خاوري او خلکو ته په اخلاص سره خدمت وکړي .
نوموړي زیاته کړه : ولایتي اداره او اړوند مسؤلین هڅه کوي، چي د دغه پوهنتون دپیاوړتیا ترڅنګ راتلونکو کلونو کي د هیواد په اړینو ولایتونو کي د دغه پوهنتون څانګي د ځوانو کاردونو د روزني په موخه پرانیزي .
په کندهار کي د هند جنرال کونسل مدان سینګ بنډاري په تکرار سره د هر ډول همکاریو ډاډ څرګند کړ او په خبره ئې ویاړي، چي د افغان دولت سره په ګډه د افغان ځوان کادرونو ته روزنه کوي .
دپرورګرام په وروسیتو کي فارغینو ته د مشرانو په لاسونو فراغت لیکونه ورکړل سوه او هغوی ته په چارو کي د بریالیتوب ترڅنګ د خاوري او خلکو د خدمت غوښتنه هم وسوه .