ليکوال: بشرمل ناصر
د پښتون زړه له زخمونو ډک دى او د وير درد او غم تورې شپې باندې پرتې دي لا تر اوس د مريتوب زندانه ازاد نه دى د پښتونخوا وطن پښتانه د بل په ژبه زده کړي کوي او ټول ماشومان دبل وژبې ته اړ شوي دې چې له فرضو به يې لوست او ليکل زده کوي د پښتون په ذهن کې د پښتو ليکل او لوستل نشته د ګوتو په شمېر پښتانه دې چې د پښتو لوست او ليک سره مينه لري او د وخت جبر دى چې پښتو ژبه يې دنصاب ژبه ګرځولې نه ده او نه موږ ليکوالانو او شاعرانو هغه مسوليت له غاړې اړولى دى چې څنګه راته په کار دي ـ زه له ډېرو پښتنو سره مخامخ شوى يم هغه ديښتو ژبه بې مانا او نورې ژبې ګټورې ګڼې چې ليک په پردۍ ژبه ورته وياړ ښکارې او ځان ته يوه څه وايې دا تر لمر روښانه ده چې پښتو لرغوني ژبه ده اوستا اوسنسکرت يې انځولي ژبي دي د هغو ويونکې او لوستونکي نه و اوس هغه ژبې له منځه تللې دي او داسي پښتو به له دې حالات سره مخامخ شي او بېخې به يې لوستونکي ورک شي چې د نورو ژبو ريښې په پښتنو کې غځونې وکړي ددې د مخنوي لپاره هڅي په کار دې او تس په نامه پښتونواله او دکلتور ورځ لمانځل بې مانا کار دى او په يوه ورځ ته پښتونواله څنګه وخلکو ته ښکاره کوې لا تر اوسه په ښوونځيو کې دپښتونخوا وطن زده کوونکي پښتو نه لوستلاى او نه ويلاى او نه يې ليکلاى شي دپښتونوالې مينه او جذبه هر وخت په زړه کې وساتى او خپل ټول زاړه دودنه خوندي کړئ موږ د کلتور د ورځي لمانځل غندنه نه کوو او تس په نامه يې لمانځل راته پېغور ښکارې د کلتور ورځ کې يوازې لونګۍ په سرتړل او له هغه سره انځورايستل به پښتونواله نه وي هو منم چې د يوچا په ذهن کې به يو انځور جوړ شي چې دا يو کلتور يې ورځ ده او يوه پوښتنه به يې وځوروي چې دا څنګه قام دى چې ورځ تربلې د تاريخ پاڼې يې په سر سکروټو سوځي ـ راځئ چې دکلتور ورځ د مېړانې او د مريتوب له زندانه دباندې ولمانځو او خپل کلتور ژوندى وساتو او تاريخ په پاڼو کې يې بېرته وځلوو دجنګ له ډګره ځانونه راوباسو دامن په غېږ کې کلتور راژوندى کړو او د مريتوب دېوالونه ونړو وه.