د آسيا جام کرکيت جام سياليو کي نن هند او پاکستان يوبل ته مخامخ کېږي.
د روانو سياليو په دې لړ کي به نن د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کي دوه ستر سيالي لوبډلي يو له بله سيالي سره کوي.
د هند او پاکستان دا سيالي چي په زرګونو کسان ئې له نږدې ګوري يوه له مهمو سياليو څخه ده. او په دې هکله نن د پاکستان او هند په ټولنيزو رسنيو کي تاوده بحثونه روان دي.
ويل کېږي ددې لوبي د نندارې لپاره ټول ټکټونه خرڅ سوي دي.
هند او پاکستان په وروستي ځل په ۲۰۱۷ کال کي سره مخامخ سوې وه چي هغه لوبه پاکستان له هند څخه وګټل.
نن د اسيا جام د کرکيټ سياليو پنځمه لوبه ده. چي د افغانستان پر وخت د مازيګر پر ۴:۳۰ بجې پيلېږي.
هند او پاکستان دواړو د خپلو لوبډلو ستاينه کړې ده او ويلي ئې دي چي لوبه به ددوی په ګټه تمامېږي.
خو لا تراوسه دا اټکل کول ګران دي چي په دې سيالي کي به د کومي لوبډلي بخت وځلېږي.