
د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتني ګروپ وايي، چي د تېرو نورو میاشتو په څېر پراخه مرګ ژوبله په هغو بریدونو بمي چاودنو او مخامخ جګړو کې اوښتې چې ډېری برخه یې د طالبانو له لوري تر سره شوي دي.
د ياد ګروپ له لوريپه خپرت سوې خبرپاڼه کي ويل شوي دي، چې په اګست میاشت کې پراخ ملکي تلفات په غزني کې واوښتل ، د حکومتي شمېرو له مخې د غزني ښار په برید کې ۸۲ تنه ملکي وګړي شهیدان او ۲۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي .
د تېرې اګست میاشتې په لسمه نېټه وسله والو طالبانو د اسلامي تمدن په پلازمېنه غزني ښار برید وکړ او نږدې سل(۱۰۰) ساعته په ښار کې د ننه جګړه راونه وه . حکومت د تلفاتو پړه پر طالبانو ور اچوي چې برید طالبانو کړی؛ خو طالبان د تل په څېر وايي چې ملکي وګړو ته د حکومت په ډزو کې مرګ ژوبله اوښتې ده .
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ یا (CPAG) موندنې جوتوي چې په تېره اګست میاشت کې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د ښځو او ماشومان په ګډون ټول ټال (۷۸۵) ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې (۲۶۱) کسان شهیدان شوي او ۵۲۴ تنه یی ټپیان کړي دي .
د حکومت د شمېرو له مخې د غزني ښار د څلور ورځنۍ جګړې په ترڅ کې نږدې ۳۰۰ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده؛ خو CPAG وايي چې لا هم د غزني ښار د جګړې د ملکي تلفاتو دقیق شمېر نه دی په ډاګه شوی ، که چېرې تلفات دومره هم وي، د غزني په تاریخ کې درنه مرګ ژوبله بلل کیږي.
سيپګ وایی چې یو ځل بیا د ځانمرګو بریدونو له کبله لویه مرګ ژوبله اوښتې چې په لومړي سر کې کابل راځي چې د ځانمرګو بریدونو له کبله پکې ګڼ شمېر ملکي وګړي شهیدان شوي او ټپیان شوي دي ، لویه مرګ ژوبله د کابل په دشتي برچي سیمه کې په يوه ښوونیز مرکز د ځانمرګي برید له کبله اوښتې وه چې ۶۹ تنه پکې شهیدان او ۹۵ تنه نور ټپیان شول.
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ یا سپګ د جګړې په ښکېلو غاړو غږ کوي چې پر ښوونځیو ، جوماتونو، مدرسو ، ښوونیزو مرکزونو او ملکي تاسیستاتو بریدونه و نکړي .
په پکتیا ولایت کې پر یوه جومات د ځانمرګي برید په پایله کې ۲۹ تنه ملکي وګړي ووژل شول او ۵۴ نور ټپیان شول .
سپګ د ملګرو ملتونو له سازمان او امریکا متحده ایالاتو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره دې هر اړخیزې او بېړنۍ هڅې پیل کړي .
د ملکي مرګ ژوبلې اداره د حکومت له وسله مخالیفینو هم غواړي چې پر ښارونو دې د ډلییزو برید ونو څخه ډډه وکړي تر څو د ملکي وګړو پراخه مرګ ژوبله تکرار نشي.
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ په تېره جولای میاشت کې ۵۴۲ ملکي کسانو مرګ ژوبله ثبت کړې وه چې پکې ۲۳۲ شهیدان او ۳۱۳ نور يې ټپیان وو.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه