دارزګان ولايتي روغتون مسولين وايي د اختر په شپو او ورځو کي د نورو ورځو په پرتله د ترافيکي پيښو ګراف پورته شوی دی.
روغتياپالان د ترافيکي پيښو لامل د خلګو بې احتياطي يادوي او غوښتنه کوي چي د نقليه وسايلو د انتقال پر مهال دي خلګ له احتياط څخه کار واخلي.
ارزګان ترينکوټ ښار يو د هغو ښارونو له جملې څخه دی چي د ښار ساحه تګ او په عادي ورځو کي هم د ترافيکي پيښو شاهد وي.
دارزګان ولايتي روغتون مسولين وايي په تيرو څلورو ورځو کي دچلونکو د بی احتياطي له امله په لسګونه د ترافيکي پيښو قربانيان ولايتي روغتون ته ور وړل شوي دي.
د ولايتي روغتون سرپرست ډاکتر ضياءالرحمن نیازی وايي، د اختر په شپو او ورځو کي په ترينکوټ ښار کي ۳۶ ترافيکي پېښي رامنځ ته شوي چي له امله يي يو ماشوم خپل ژوند د لاسه ورکړی او ۲ تنه نور چي روغتيايي وضيعت يې د انديښنې وړ وو ګاونډي ولايت کندهار ته انتقال کړي دي.
ارزګان کي روغتيا پالان د ترافيکي پېښو د ډیرېدو لامل د خلګو بې احتياطي او د دولت نه پاملرنه يادوي.
ډاکتر ضياءالرحمن نيازی وايي، د تير کوچني اختر په پرتله د ترافيکي پېښو ګراف څه ناڅه ټيټ وو خو د نورو عادي ورځو په پرتله زيات دی.
هغه له خلګو غوښتنه کوي چي د نقليه وسايطو پر مهال له احتياط څخه کار واخلي څو د ترافيکي پېښو د رامنځ ته کيدو مخه ونيول شي.
ارزګان کي د نقليه وسايطو د ډريورانو ډيره برخه د موټر چلولو جواز نه لري او پر خپل سر موټر چلوي چي له امله يې زيات وخت ترافيکي پېښي رامنځ ته کېږي.