کور / راپور / د کابل – کندهار د لاري بندپاته مسافر د سختو ستونزو سره مخ دي

د کابل – کندهار د لاري بندپاته مسافر د سختو ستونزو سره مخ دي

د کندهار – کابل د لويي لاري بندېدو له امله په سلګونو مسافر تر شنه اسمان لاندي شپي سبا کوي.

پر غزني ښار د طالبانو له بريد وروسته  همدې ښار ته څېرمه د کابل – کندهار لويه لار هم تړل سوې ده.

له دوو ورځو راهيستي په کندهار کي کابل او غزني ته تلونکي مسافر د سختو ستونزو سره مخ دي.

په کندهار کي ډېری مسافر چي ماشومان، ښځي او سپين ږيري هم پکي زيات دي د لاري د بندېدو او د ځای ځايګي د نه شتون له امله تر شنه اسمان لاندي شپې سبا کوي.

مسافر د امنيتي ستونزو ترڅنګ د لويي لاري د هوټل د خوړو او د خوراکي توکيو  د بيي د لوړوالي څخه هم شکايت کوي.

مسافر وايي، له دوی څخه په هوټلونو کي د يوې شپې تېرولو لپاره ۳۰۰ افغانۍ کرايه اخيستل کېږي او يو ګيلاس چای آن په ۸۰ افغانۍ ورباندي پلورل کېږي.

دوی وايي، چي د هوټلونو د زياتو مصارفو له امله پيسې ورسره خلاصي سوي دي، او نور د شپې تېرولو او خوراک لپاره پيسې ورسره نسته.

دا خلګ چي ناروغان، ښځي، ماشومان او سپين ږيري پکښې دي له دولت او شتمنو خلګو څخه غوښتنه کوي چي ددوی لاس ونيسي او د سرپناه غم يې وخوري.

په يادو مسافرو کي ډېری ناروغان هم سته چي د خپلو رنځونو څخه سخت کړېږي.