د خوست په تڼيو ولسوالۍ کې نن د څلورم په ورځ د ملکي وګړو په موټر دماين چاودنې په پايله کې ديوې ښځې او يوه ماشوم په ګډون څلور عام وګړي وژل شوي .
د تڼيو ولسوال حکيم ولي لراوبر ته دتليفون په کرښه وويل چې ياده چاودنه د څلورم په ورځ ماسپښن د دوو بجو په شاوخوا کې د تره خېلويو په سيمه کې رامنځته شوي .
هغه زياته کړه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه کله چې دتڼيوولسوالۍ د کوچيانو يوه سراچه ډوله موټر په ياده شوي سيمه کې د سړک د غاړې په ښخ شوي ماين وربرابر شو .
د نوموړي په خبره په دغه چاودنه کې ، يوه مېرمن دوه سړي او يو کوچنى ماشوم وژل شوي اودرې تنه نور پکې ټپيان شويدي او په پيښه کې موټر هم په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى .
د يادونې وړ ده چې وړاندې لدې هم په خوست کې د ملکي وګړو په موټرو پسې ديته ورته ماين چاودنې شوي چې له امله يې زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده .