کور / تازه خبرونه / مدينه منوره: نبوي مسجد څلورو اړخونو ته پراخېږي

مدينه منوره: نبوي مسجد څلورو اړخونو ته پراخېږي


د سعودي حكومت په مدينه منوره كي د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) د مسجد چي په نبوي مسجد يادېږي د پراخېدو اعلان كړى دئ.
د حرمينو خادم شاه عبدالله بن عبدالعزيز امر كړى چي د راروان قمري كال د محرم په مياشت كي به څلورو سرو اړخونو ته د نبوي مسجد پراخېدو كار پيل سي.
د نوي پلان له مخي به يو لك او اووه دېرش زره متره مربع ځمكه په نبوي مسجد پوري وتړل سي، چي له امله به يې دوه لكه او دېرش زره نورو كسانو ته د لمانځه كولو ځاى پيدا سي.