د ماليې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کي د ولسمشرۍ سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي او د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رئیس شوبهم جوهدري، نن د اصلاحاتو له پروسې څخه د ملاتړ په موخه د ۳۵۰ میلیونه ډالرو وړیا مرستې هوکړه لیک لاسلیک کړ.
دغه اصلاحات داسې طرحه او پلان سوي، چي د خدمتونو وړاندې کولو په کړنچاره او څرنګوالي کي د دولت له خوا ښه والی راسي او اغېزمنتوب لوړ سي، څو په پایله کي د دغو خدمتونو په وړاندي کولو کي ښه والی رامنځته او عواید لوړ سي.
د وړیا مرستې هدف د کار او سوداګرۍ، د برېښنا سکتور او د ځمکي مدیریت چاپېریال کي له اصلاحاتو ملاتړ دی، چي بالاخره د اقتصادي ودې لوړېدو، د کارونو رامنځته کېدو او په افغانانو کي د بېوزلۍ کمېدو لامل کېږي.
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کي د ولسمشر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي، د هوکړه لیک لاسلیکولو په اړه وویل:” له دې مرستو څخه د نړیوال بانک، موخه د سولي او پراختیا له ملي چوکاټ سره په مطابقت او همغږۍ د اصلاحاتو ملاتړ دی، چي یاده مرسته د پایداره لوی اقتصاد د ودې، د خصوصي برخې له پانګونې څخه د ملاتړ، اقتصادي ودې، د بېوزلۍ کمولو او د عامه کړنو مالي مدیریت د ښه والي لپاره د مناسب چاپېریال د رامنځ ته کولو تضمین کوي.
نوموړي، د افغانستان بیا رغونې له صندوق سره د نړیوال بانک او نړیوالو مرسته کوونکو له همکاریو څخه مننه وکړه او د افغانستان اقتصادي ودې لپاره یې په بېلابېلو برخو کي د اوږدمهاله همکاریو غوښتونکی شو.
د نن ورځې په وړیا مالي مرستو کي لاندي بستې شاملې دي:
- ٣٠٠ ميليونه ډالره وړیا مرسته د ملي بوديجې د هڅونې پروګرام د ملاتړ لپاره، (د پرمختيايي پاليسۍ وړیا مرسته) له دې څخه ٩٠ ميليونه ډالره يې د نړيوال پرمختيايي ادارې، د نړۍ د بې وزلو هېوادونو د مالي سرچينو څانګه، او ٢١٠ ميليونه ډالره د افغانستان د بيارغونې له صندوق څخه چي د نړيوال بانک لخوا د ٣٤ تمويلوونکو په استازيتوب مديريت کېږي، ورکړل شوي دي. د دغه پروګرام موخه د لوی اقتصاد لپاره د پایښت لرونکي چاپېریال او شرایطو خوندي کولو، د خصوصي سکتور له پانګونې د ملاتړ په موخه د جامع او اساسي اصلاحاتو د پالیسۍ تطبیق او تدوین، اقتصادي ودې، د بی وزلۍ کمولو او د عامه مالي مدیریت ښه والي په برخو کي د دولت د هڅو د دوام ملاتړ په خاطر د اړتیا وړ مالي سرچینو برابرول دي.
- د عامه او خصوصي سکټور او د عامه پانګونې لپاره د مشورې ورکولو پروژې د ملاتړ په موخه د ٥٠ ميليونه ډالرو وړیا مرسته. له دې څخه موخه د عامه او خصوصي سکټور د پروژو د طرحې او ډيزاین لپاره د مالي سرچينو تامين دى. له دې وړیا مرستې څخه يې ٢٠ ميليونه ډالره د نړيوال بانک د نړيوال پرمختيا ګروپ ادارې او ٣٠ ميليونه ډالر يې د افغانستان د بيارغونې صندوق له خوا ورکړل شوي دي.
د يادونې وړده، دغه تړونونه د هارتوګ شفر په شتون کي چي په دې وروستيو کي د سوېلي آسيا حوزې لپاره د نړيوال بانک د مرستيال په توګه ګومارل شوى، ترسره شوې. هارت شفر چي اوسمهال د افغانستان په سفر راغلى، ټاکل شوې ده، د افغانستان له چارواکو او نړيوالو شريکانو سره د اصلاحاتو د پروسې او پرمختيايي پروګرامونو پر تطبيق خبرې وکړي.
د عامه او خصوصي سکټور او د عامه پانګونې لپاره د مشورې ورکولو پروژې په اړه د سوېلي آسيا لپاره د نړيوال بانک مرستيال هارتوګ شفر وايي: “د افغانستان د پرمختګ او بيارغونې لپاره له شته مالي سرچينو څخه په لوړه کچه د ګټې اخيستلو لپاره له شک پرته دغه پروژه يو اغېزناک اقدام دى. ياده پروژه د خصوصي سکټور پانګوال را مخې ته کول او له هغوى څخه د غټو پانګونو په توګه ګټه اخيستل، کولى سي د افغانستان د پرمختيايي چارو لومړيتوبونو کي مهم رول ولوبوي. دغه مشارکت به نه يواځې د دولت، بلکي د خصوصې سکټور او په ټوله کي د افغانستان ټولو خلکو ته ګټور ثابت سي.”