د پاکستان پخوانی لومړی وزير نواز شريف چي اوس په زندان کي دی د روغتيايي حالت د خرابوالي له امله د پمز په نامه روغتون ته د درملني لپاره لېږدول سوی دی.
نواز شريف چي د پاکستان يوې محکمې د فساد په تور په لس کاله بند محکوم کړی اوس د اډياله په زندان کي شپې سبا کوي. د نوموړي سره دده لور مريم نواز او د هغې خاوند صفدر ته هم د اوو او يوه کال بند سزا اورول سوې ده.
د راپورونو له مخي په زندان کي د نواز شريف درملنه او روغتيا ته يې پاملرنه نه کېده او د ډاکټرانو د درملني لپاره روغتنون ته د انتقال مشوره ورکړې وه.
نواز شريف د زړه او فشار له ناروغيو کړېږي.