کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دا ځل ايران د افغانستان زړه په نښه کړ…

دا ځل ايران د افغانستان زړه په نښه کړ…

په دې وروستيو کې افغانستان او نړيوالې ټولنې له پاکستان څخه پر ځای شکايتونه مطرح کړي ، چې په افغانستان کې لاسوهنه کوي ، دا ناندرۍ دومره تودې شوې ،چې ايران لږتر لږ هېر شو ، چې ناڅاپه ايران دافغانستان زړه په نښه کړ او دخپلو خونخورو ګوډاګيانو په لمسونه يې دافغانستان په منځ کې داسې ستونزه رامنځ ته کړه ،چې ددغه متعصب او جابر هېواد ډېرې ګټې به تآمين کړي .


دکوچيانو او هزاره ګانو تر منځ شخړه کاملا حقوقي او عدلي مسله ده ‍ او د يو باصلاحيته عدلي – حقوقي هئيت په منځګړيتوب او پريکړه حل کيدای شوه . خو دايران تالي څټو او د افغانانو په سرونو کې دميخونو ټک وهونکو دا پېښه سياسي کړه او دايران د استخباراتو نماينده ګان يې په باميان ، دايکندي ، هرات ، دشت برچي ، مزار شریف او نورو هزاره مېشتو سيمو کې مصروف کړل .


دهزاره ګانو او کوچيانو له شخړو څخه ايران دغه اهداف تر لاسه کول غواړي :


1- په داسې حساس وخت کې دافغانستان دولت ته ستونزې پېښول او دهغه کمزوري کول .


2- آمريکايانو ته په افغانستان کې سرخوږي پيدا کول .


3- د پښتنو ځپل او خپلو ګوډاګيو ګوندونو او اشخاصو ته کار پيدا کول . ځکه محقق ، خليلي ، محسني انوري ، اکبري او نور ايراني جاسوسان هره مياشت په ميلیاردونو ايراني تومن خوري او ايران نه ښايي دا وړيا مصرف کړي .


4- ايران له نيمې څخه راپه ديخوا هڅه کوي دهرات له لارې هزاره جاتو ته يوه سیاسي – ستراتيژيکه لار په اختیار کې ولري ، دغه کوريدور په همداسې جګړو کې تر لاسه کولای شي ، په دې اړه دايران پلان دادی ، چې اول هرات يو شيعه او هزاره ميشت ولایت کړي او په دوهم قدم کې تر بامیانو او هزاره جاتو پورې یوه لاره په خپل اختيار کې ولري چې بیا دلته  دافغانستان په منځ کې د يوه شيعه حکومت په رامنځته کولو سره  دغه هېوادتجزیه کړي ،ايران په عراق ، سوريه ، لبنان اوځينو نورو هېوادونو کې هم دې ته ورته  سياست پلی کوي .


5- ايران غواړي دافغانستان حکومت وويروي ،چې هر کله وغواړي ستونزه ورته پېښولای شي ځکه خو بايد مطیع او فرمانبردار وي .


6- ایران غواړي دخپلو لاسپوڅو  مزدورانو هویت لوی کړي او دافغانستان دحکومت په استګاه کې یې سياسي ونډه وپړسوي په دې وروستۍ لوبه کې دايران لاس ځکه  دلمر غوندې روښانه  دی ،چې ټول ايرانپرسته  ځواکونه هزاره او ناهزاره يوه خوله شوي ، دوستم ، پدرام ، وحدتیان ، رباني ، جمعیتان ، ستميان  او حتی ځينې بې هويته پرچمان ټول يوې خواته شوي دي .


دا حرکت په ښکار ه دا ښيي ، چې څوک دهزاره ګانو دحقوقو پروا نه لري ، بلکې ټول حکومت ضد حرکتونه  سره یو شوي او غواړي حکومت له منځه مات کړي .


پښتانه بايد په سړو مغزونو غبرګون وښيي له خپلو هزاره ورورڼو سره تفاهم وکړي او معقول مقاومت وکړي ، معقول مقاومت دادی ، چې هزاره قوم نه بلکې څو تنه محدود جلادان لکه محقق ، خليلي ، پدرام ، دوستم ، رباني او پرچميان وځپل شي او په ټولو پښتنو رسنیو کې باید د ایران دغه شوم پلان فاش شي ، ټولو پښتنو رسنیو ته بویه ،چې د ايران ضد ليکنې او تحلیلونه چاپ او خپاره کړي او دمحقق – پدرام – رباني او خلیلي دجنایتونو ،جلادۍ  او ظلمونو دوسیې ملت ته راوسپړي  .


محقق – خلیلي او نورو خپلو ولسونو ته  اهمیت له لاسه ورکړی او اوس په دې توګه  غواړي دخپلو له لاسه تلیلو حثیتونو مړي راژوندي کړي . ايران زموږ فرهنګي او ملي دښمن دی او که خپل سپي ورونه تړي نو پوه دي شي چې افغانان امريکايان او اسرائيل نه دي ،چې حوصله ورته وکړي دهوتکي تورې شرنګ لاهم د اصفهان په کوڅو کې اوريدل کېږي .