د امريکا و جمهوري رياست ته د ډيموکراټ ګوند کانديد بارک اوباما ، افغانستان ته د خپل سفر په دوهمه ورځ په يوه مصاحبه کي چي د سي.بي.اس د ټلويزون سره يې وکړه د پاکستان دولت ته په ټينګه اخطار ورکړ چي په پاکستان کي به د القاعدې پر اډو باندي حمله وکړي .
اوبا ما ويلي دي چي که واشنګټن داسي معلومات لاسته راوړي چي دالقاعدې د لټون مرکزونه په پاکستان کي دي او د پاکستان دولت هغه ته اهميت نه ورکوي، نو امريکا به هغه ځايونه تر حملو لاندي را ولي .
هغه وويل چي هيله مند دئ د پاکستان دولت داسي و نکړي او که بن لاډن و هغوی ته نيژدې وي نو هغه دي لاس تړلی و نيسي او يا دي يې ووژني .
اوبا ما په دې مصاحبه کي زياته کړېده چي دافغانستان او پاکستان د پولي ميشکلات به تر هغه حل نشي ترڅو د پاکستان دولت په هغه کي دخل و نکړي .
د پاکستان دولت تل ويلي دي چي بن لاډن او ملا عمر يې په خاوره کي نشته او دا د افغانستان لخوا بې ځايه تورونه دي . پاکستان دولت دا هم وايئ چي و هيڅ بهرني هيواد ته به د دخل اجازه ور نکړل شي چي زموږ په د ننه کي پوځي امليات وکړي .