د هالنډ حکومت پر دې سلا سوی دی چي په افغانستان کي د خپلو پوځيانو شمېر يوار بيا ډېر کړي.هالنډ دا مهال په افغانستان کي ۱۰۰ نظاميان لري خو اوس غواړي چي دا شمېر ۱۶۰ ته لوړ کړي چي دنده به يې د افغانستان پوليسو او په ځينو وختونو کي د افغان پوځيانو روزنه وي.