ارزګان کې امنيتي چارواکي وايي د ترينکوټ ښار د ښه امنيت خوندي ساتلو لپاره يي يو سل کسيزه امنيتي ډله جوړه کړي ده څو دغيری مسولو وسله والو اوتورو ښيښو لرونکو موټرو مخه ونيسي.
قومي مشران او خلګ د دولت ددغه اقدام څخه هرکلي کوي او غوښتنه کوې چي دولت دي په ښار کې د نا امنيو مخه نيسي.
ارزګان کې موده وړاندي د دولت پلوه وسله والو ترمنځ د ښار په منځ کې نښته وسوه چې له امله يي د ترينکوټ ښار اوسيدونکو ته ځانې او مالي زيانونه واوښتل.
له همغي ورځي وروسته دولتي چارواکي هڅه کوې څو د ترينکوټ ښار د امنيت له پلوه خوندي کړي او د هغو کسانو مخه ونيسي چې په ښار کې غيري قانونې کړنې ترسره کوي.
ارزګان کې چارواکي وايي د تورو شيشو خپل سرو وسله والو او نورو غيري قانونې کړونو د مخنيوي په موخه کې د افغان ګډوځواکونو لخوا څخه يو سله کسيز ګرنيزون جوړ کړي.
ددغه ولايت والي محمد شفيق اسدالله سعيد دغې سل کسيزي ډلي ته سپارښتنه وکړه چې په ترينکوټ ښار کې دي د هغو اعمالو په وړاندي قانوني اقدام وکړي چې خلګو ته ستونزي جوړه وي.
والي وايي دغه ګانيزون يي د خپل سرو وسله والو هدفي وژنو او توروشيشو د مخنيوي په موخه جوړ کړي او له خلګو غواړي چې ورسره مرسته وکړي.
ارزګان کې قومي مشران او خلګ هم د دولت په دغه کار خوښ دي چې د ښاري نظم لپاره يي دغه اقدام کړي دي.
دوی له دولت څخه غوښتنه کوې چې په ښار کې دي د ګډو امنيتي ځواکونو له لوری د ياد ګانيزون فعاليتونه دايمي شي.
خلګ وايي له دولت سره دښار د امنيت په خوندي ساتلو کې مرستي کوي څو په ښار کې امنيت خوندي شي.
داپه داسي حال کې ده چې له دي وړاندي هم په دغه ولايت د دولت له لوری دغه ډول فعاليتونه ترسره شوي وه خو تر څو ورځو تېريدو وروسته به يي کارونه په ټپه ودريدل.
خو داسي ښکاري چې داځل مسولين جدي دي او خلګ يي د ښو پايلو تمه لري.
راپور: احسان الله ولس يار