په فارياب ولايت کي لاريون کونکو د ولايت مقام او ګڼ دولتي موټرانو ته اور ورته کړی دی .
د فارياب ولايتي شورا وايي، په سلګونو لاريون کونکو نن د مظاهرو په ترڅ کي د ياد ولايت د مقام ودانۍ او ګڼ حکومتي ټرانسپورټي وسائل سوځولي دي.
د ولايتي شورا په وينا، تر دې وروسته افغان ځانګړو ځواکونو د مظاهرچانو د خورولو لپاره ډزي کړي چي په ترڅ کي يې يو لاريون کونکی وژل سوی او څلور نور ژوبل دي.
په فارياب او ورڅېرمه شمالي ولايتونو کي وروسته ترهغه لاريونونه راپيل سوه چي دوې ورځي وړاندي افغان ځانګړو ځواکونو په فارياب کي ځواکمن قومندان نظام الدين قيصاري ونيوی.
دفاع وزارت وايي، قومندان نظام الدين قيصاري به پر هغه لګېدلو تورنو ته ځواب وايي
د دفاع وزرارت چارواکي وايي، نظام الدين قيصاري په فارياب ولايت کي د خلګو په ځورونه تورن دی، دی اوس قضايي ارګانو ته سپارل سوی دی او پر هغه د لګېدلو تورنو ته به ځواب وايي، که تورن وپېژندل سو د قانون په چوکاټ کي به چلند ورسره وسي او که سپين وختی بېرته به خوشي سي.
نظام الدين قيصاري د جنبش پلوه سیمه ییزو پاڅون کوونکو تر ټولو لوی قومندان او په فاریاب ولایت کي د جنرال دوستم ځانکړی استازی دی.
نوموړی پر داسي مهال ونيول سو چي يوې پوځي غونډي ته دعوت سوی وو.
ويل کېږي د نوموړي د نيول کېدو پر مهال شخړه سوې چي پکي د قيصاري څلور ساتونکي وژل سوي او څلور نور يې ژوبل دي.
پنځوس کلن قیصاري د فاریاب قیصار ولسوالۍ کلیواله توپخانه سیمه کي زیږېدلی دی. کلونه یې بڼوالي او سوداګري کړې او له ۱۳۹۰ هـ ش راهیسې یې سیمه ییزو پولیسو کي د سیمه ییزو پولیسو د مرستیال په توګه فعالیت پیل درلود.
هغه ولسي پاڅون پیل کړ، چي شاوخوا درې سوه کسان ورسره یوځای سول او بیا د قیصار امنیه قومندان سو.
نوموړی څلور کاله وړاندې فاریاب کي د جنرال عبدالرشید دوستم ځانګړی استازی دی.
اوسمهال د فاریاب د ولسي پاڅون مشري هم کوي