د فارياب ولايتي شورا ويلي چي په ياد ولايت کي ځواکمن قومندان نظام الدين قيصاري افغان ځانګړو ځواکونو نيولی او د ځان سره يې مرکز کابل ته لېږدولی دی.
نظام الدين قيصاري د جنبش پلوه سیمه ییزو پاڅون کوونکو تر ټولو لوی قومندان او په فاریاب ولایت کي د جنرال دوستم ځانکړی استازی دی.
نوموړی پر داسي مهال نيول سوی دی چي يوې پوځي غونډي ته دعوت سوی وو او وروسته افغان ځواکونو ونيوی.
ويل کېږي د نوموړي د نيول کېدو پر مهال شخړه سوې چي پکي د قيصاري څلور ساتونکي وژل سوي او څلور نور يې ژوبل دي.
حکومت تر دا مهاله په دې هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی.