کور / راپور / امان الدین حمیدي د کندهار چاپیریال ساتنی ریاست لپاره دنوی سرپرست رئیس په توګه معرفی سو

امان الدین حمیدي د کندهار چاپیریال ساتنی ریاست لپاره دنوی سرپرست رئیس په توګه معرفی سو

د دوشنبي په ورځ امان الدین حمیدي د بشری منابعو ریاست د استخدام د آمر حسیب الله قریشی لخوا د چاپیریال ساتني ریاست مامورینو ته د نوی سرپرست رئیس په توګه وروپیژندل سوو.
د بشری منابعو دریاست د استخدام د آمر حسیب الله قریشی وویل:د چاپیریال ساتني په برخه کي ولایتي اداره خاصه پام لرنه لری چي په هم دي موخه یې د مرکزې په خوښه ولایتي اداري ښاغلي امان الدین حمیدي چي یو وړ او مسلکي ځوان دي د یاد ریاست لپاره انتخاب کړئ.
نوی سرپرست رئیس امان الدین حمیدي وویل: د چاپیریال ساتل په ژوند کي تر ټولو مهم دي چي په دي برخه کي دا د هر فرد وظیفه ده ترڅو د خپل ښار او سیمو چاپیریال ته خاصه توجه وکړي. ښاغلی حمیدي ژمنه وکړه، چي هڅه به وکړي ترڅو د چاپیریال ساتني په برخه کي زیات کار وکړي.
همداراز د یاد ریاست مامورینو نوی سرپرست رئیس ته د پوره همکاري ډاډ وکړ.