ليکنه: سردار محمد همدرد
خدای تعالی ج مسلمانانو ته په کال کې دوه ورځې د خوشالیو په نوم یادې کړې دي، چې یو کوچنی او بل لوی اختر دی.
اختر یوازې یوه کلمه نه ده؛ بلکې اختر په خپله غېږ کې ډېرې هیلې او ارمانونه لري. مړاوو زړونو ته خوښي وربښي. ځوانان او ماشومان د ځوانۍ او ماشومتوب شوخي او خوشالي کوي. مشران او سپین ږیري یو او بل ته د مینې او محبت غېږې ورکوي.
د کال په جریان کې چې څوک خپه شوي وي، زاړه خپګانونه هېروي او یو بل ته مبارکۍ او پېرزوینې وړاندې کوي. مشران مو په عزت په مېلمستونونو کې ناست وي، ځوانان یې هم پوښتنې ته ورځي او هم یې لاسونه ښکلوي. یعنې د ټولو په خوله باندې خنداوې وي. هر څوک چې په کور کې د خوراک لپاره څه ولري، په دغه ورځ یې په ډېر اخلاص د مېلمنو مخ ته ږدي.
په ښار کې هم ډېر توپیر لیدل کیږي. مېلې وي او د خوښۍ فضا خپره وي. اکثره خلک نوې جامې اغوندي او د عطرونو خوشبويي د ښار په کوڅو کې هم محسوسیږي.
خو له بده مرغه باید چې و وایم. کله چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل سوې ده، بیا نو افغانانو اخترونه په خوشالۍ نه؛ بلکې په ویر لمانځلي دي، چې دا لړۍ لا هم روانه ده. ځکه چې ډېری خلک سهار د اختر له لمانځه څخه مخکې لومړی هدیرو ته ځي. ډېر ماشومان چې د خپل ګاونډي ماشوم ښایسته جامې او څپلۍ و ویني، نو بیا یې د خپل پلار نشتون سترګو ته ودریږي.
په دې اختر کې چې کله د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د نهه ورځو لپاره اوربند وسو، جوخت وسلوالو طالبانو هم درې ورځې د اختر په مناسبت اوربند اعلان کړ. تاسو باور وکړئ، زیاتره خلکو دومره د خوښۍ احساس وکړ، چې حتی همدغه اوربند یې د ځان لپاره اختر وګاڼه.
په دې کې هېڅ شک نشته، چې تر هغې په دې وطن کې امن نه وي راغلی، اخترونه به راځي، مګر رنګیني به نه لري. نور به هم زخمي زړونه په غم او ویر کې د اختر ورځې او شپې لمانځي. یعنې افغانان تر اختر مخکې سوله غواړي او سوله د ټول ملت ارمان دی، ځکه چې جګړه څلوېښت کلنه سوه او د نړۍ په تاریخ کې یې د اوږدې جګړې ریکارډ جوړ کړ.
زه د وطن په سیاسونو او مشرانو ژغ کوم، چې نور خود خواهي، واک غوښتنه او هرڅه پرېږدئ. یو ځل خو ملت ته داسې اختر ورپه برخه کړئ، چې خلک هم مسجد ته په ازاد ډول ولاړ سي او هم مو ځوانان په لوی زړه جشنونه او مېلې جوړې کړي.
د خدای تعالی ج دربار ته لاس پورته کوم، چې پروردګاره! نور زمونږ ګناهونه معاف او مونږ ته تلپاتې سوله را په برخه کړې او له دغو بدبختیو مو وژغورې.
په درنښت!