د پکتيا په بېلابېلو ولسواليو کي د هلوځلو وروسته ۱۱ ښوونځي پرانیستل سوې.
دا ښوونځی چي له تېرو ۴ کلونو راهیسې تړلي د ولسي خلګو په مرسته او ملاتړ يو ځل بيا پرانستل سوې. ددې ښوونځیو د تړل کېدو لامل د ټولګیو د نصاب نه پوره کېدل او هغو ته د ماشومانو نه تګ ښودل سوی وو. خو اوس د سیمې خلک په دې قانع سوې، چي خپل ماشومان به ښوونځیو ته استوي.
پکتيا د هيواد يو له نا امنه ولايتونو څخه دی چي کله کله د جګړو راپورونه ورڅخه راځي، همدې جګړو د پکتيا پر تعليمي برخه هم سيوري غوړولی دی.
بيا پرانستل سوي ښوونځی او د هغوی موقعيتونه په لاندي ډول دي:
1- د الحاج سید عبدالقیوم شاه افضلي ښوونځی- د پکتیا مرکز- ګردیز
2- د ملک جلال لومړنی ښوونځی- د پکتیا مرکز- ګردیز
3- سره خاوره د نجونو لومړنی ښوونځی- وزې ځدراڼ ولسوالۍ
4- د باخېلو د نجونو لومړنی ښوونځی- ښوواک ولسوالۍ
5- د سبق نسوانو لومړنی ښوونځی- ښوواک ولسوالۍ
6- د غلګي لومړنی ښوونځی- ښوواک ولسوالۍ
7- د کځګۍ لومړنی ښوونځی- ګرده څېړۍ ولسوالۍ
8- د ښاخېلو منځنی ښوونځی- ګرده څېړۍ ولسوالۍ
9- د معصوم زرمتي لومړنی ښوونځی- زرمت ولسوالۍ
10- د زوړ کوهي لومړنی ښوونځی- زرمت ولسوالۍ
11- د حاجي کابل لومړنی ښوونځی- زرمت ولسوالۍ
د پوهنې وزارت دا یوه ستره لاسته راوړنه بولي او له ټولو هغو کسانو مننه کوي، چي په دې اړه یې مرسته کړې ده.
د پوهني وزارت د چارواکو په وينا، ياد وزارت ژمن دی، چي د هیواد ټولو بچیانو ته د یو ډول او ښو تعلیمي خدماتو په رسولو کي هڅي وکړي او پرې نه ږدي، چي زموږ بچیان له زده کړو محروم پاتي سي.